د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې څخه څارنه او ارزونه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پلان د پلي کولو او عملکرد امر قاضي عبدالباري غفاري په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د یوه کاري سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې له مختلفو برخو څارنه وکړه
یاد پلاوي د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان، د محصلانو چارې، اکاډمیکې چارې، درسي صنفونه، کتابتون، لابراتوار او نورو برخو ارزونه وکړه. همداراز د ستونزو د حل او تدریسي او اکاډمیکو چارو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.