د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د نعمان سادات خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت په موخه د لومړي پړاو بیاکتنه وکړه.
د نوموړي پلاوي مشري د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د اعتبار ورکونې امر مفتی نذیر احمد احمدي کوله چي د لومړي پړاو بیاکتنه یې پیل کړه. یاد پلاوي د نعمان سادات خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو سره په لیدنه کې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د دغه تحصیلي بنسټ د شته ننګونو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي دغه راز د نعمان سادات خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له مسؤلينو وغوښتل، چې د پوهنيزو او تحصیلي پروګرامونو د پياوړتيا په موخه د دغه ولايت ځوانان زده کړو ته وهڅوي.