د لوړو زده کړو وزیر ژوندلیک

 

  د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پېژندنه
  شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د حاجي جمعه خان زوی او د خدای رحيم لمسی چی په ۱۳۵۷هـ ش کال نهمې میاشتې په ۲۶مه نېټه کندهار ولایت کې زېږېدلی دی. د فاميل د غړوشمېر يې لس تنو ته رسېږي او خپلې زده کړې يې په يوه ديني مدرسه کې تر لویې دورې پورې سرته رسولي دي.
  کاري مسئوليتونه: 
  محترم نديم صاحب له اوسني موقف وړاندې بېلابېلې دندې ترسره کړي، چې په لاندې دندې پکې    شاملې دي:
  د دعوت او ارشاد رئيس، د نظامي حلقې مسئول، د استخباراتو اداري مرستيال، د جلال آباد والي، د جلال آباد ښار امنيه قومندان ، کابل والي، د هلال کمېټې غړی او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په توګه دندې ترسره کړي دي.
  کاري مخينه او ځای:
د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال درېيمې میاشتې پورې، د کندهار ولایت دعوت او ارشاد مسئول په توګه، د ۲۰۱۳ کال درېيمې میاشتې څخه تر ۲۰۱۶ کال شپږمې مياشتې پورې د شمال لويديځ زون د نظامي حلقې مسئول په توګه، د ۲۰۱۶ کال شپږمې میاشتې څخه تر ۲۰۲۰ کال شپږمې میاشتې پورې د استخباراتو اداري مرستيال په توګه، د ۲۰۲۰ کال شپږمې میاشتې څخه تر ۲۰۲۲ کال د شپږمې میاشتې پورې د جلال آباد ښار والي په توګه، د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د کابل ولایت والي په  توګه او د ۲۰۲۳ کال له پيل څخه تر دا دمه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په توګه خپل کاري مسئولیتونه یې په خورا صداقت او امانتدارۍ سره پر مخ وړي دي.
سیاسي، ټولنيز او علمي فعاليتونه ( تاليفات) 
په (۲۰۱۵) کال کندهار کې د حکيمي مدرسې تاسيس او د اته کلونو لپاره د یادې مدرسې مهتمم، د فنونو د تدريس استاد او شيخ الحديث، د هجرت پر مهال د مولوی عبدالغني صاحب په درس ځای کې د مهاجرينو د وړې دورې شيخ او همدارنګه د هجرت په دیار کې د علامه حاجي عبدالغني رح په الجامعه الاسلاميه کې د لويې دورې شيخ الحديث، د مهاجرو علماء کرامو انسجام او د بېلابېلو علمي موضوعاتو په اړه سلګونه علمي ويناوې کړي دي.
نوموړی د ټولو علمي فعاليتونو ترڅنګ په ملي او نړيوالو ژبو لکه پښتو، دري او عربي ژبو باندې پوره حاکميت لري.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۱۶
Background image

خبرتیا!

لیستونه په لاندې لینکونو کې دي:

هرات

فراه

نیمروز

غور

بادغیس

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۹
Background image

د مقالو غوښتنه

د اصلي او فرعي محورونو تفصیل په لاندې لینک کې موجود دی:

www.mohe.gov.af/sites

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۵:۲۱
Background image

د مقالو غوښتنه د عنوان لاندې د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې

د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:

https://shorturl.at/jZgQk

Back to announcements