د لیسانس، ماسټرۍ، دوکټورا او تخصص په کچه د روسیې فدراتیف هېواد د بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

په کابل کې د روسیې فدراتیف فرهنګي مرکز په بېلابېلو تحصیلي کچو (لیسانس، ماسټري، دوکتورا او تخصص) کې د یاد هېواد د تحصیلې بورسونو د ثبت له پیلېدو چې په بشپړ ډول وړیا نه دي، وزارت ته خبر ورکړی:

د لیسانس دورې له پاره د اړتیا وړ سندونه

-              د غوښتونکي د ښوونځي د دریو وروستیو کلونو سلنه باید لږ تر لږه ۸۰٪ وي.

-              د ښوونځي شهادتنامه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوې وي.

-              پاسپورټ چې لږ تر لږه درې کاله وخت ولري.

-              د تابعیت تذکره

د ماسټرۍ دورې له پاره د د اړتیا وړ سندونه

-              د غوښتونکي د لیسانس دورې د نمرو سلنه لږ تږ ۷۰ وي.

-              ډیپلوم او ټرانسکرېپټ او یا هم سرټیفکیټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی وي.

-              پاسپورټ چې لږ تر لږه درې کاله وخت ولري.

-              د تابعیت تذکره.

د دوکتورا له پاره د اړتیا وړ سندونه:

-              د غوښتونکي د ماسټرۍ دورې د نمرو سلنه لږ تږ لږه ۷۰ وي.

-              ډیپلوم او ټرانسکرېپټ او یا هم سرټیفکیټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی وي.

-              د ماسټرۍ دورې تیزس چې په روسي یا هم انګریزي ژبه ۱۰-۵ پاڼې وي.

-              د چاپ شوو مقالو لېسټ.

یادونه: په دې پړاو کې، د تحصیلي سندونو ، د روغتیا فارمونو ، د HIV کتابچې ژباړه اړین نه دي، که غوښتونکی له ازموینې او مرکې څخه وروسته بریالی شي، نو  د یادو سندونو په بشپړولو به مکلف وي.

 

نو له همدې امله ، ټولو په شرایط برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د یاد هیواد په بورسونو کې د نوم لیکنې لپاره کولی شي په آنلاین بڼه https://education-in-russia.com ویب پاڼې ته د ۲۰۲۱ میلادی کال د فبروري ۲۰ نیټې پوري چې  د ۱۳۹۹ د کب (حوت) ۲ نیټې سره سمون لری وکړئ او همدارنګه د نورو معلوماتو لپاره لاندې ادرس ته مراجعه وکړئ:

https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/713392242669463

https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/713885849286769

https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/711825989492755

د یادونې وړ ده چې که چیرې وړ نوماندان د آزموینې له ورکولو د ترسره کولو وروسته بریالي شي ، د دوی د نوم لیکنې  لیست به د یوه رسمي مرجع (په کابل کې د روسیه سفارت )له لارې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شي او دوی به د خپلو سندونو د بشپړولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته راشي.

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د اذربایجان د بورسونو خبرتیا

په اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان ج.ا. دایمي استازولۍ (نمایندګۍ) په جينیو کې د اذربایجان جموري دولت د دایمي استازولۍ (نمایندګۍ) د یوې يادونې په ترڅ کې د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو له پاره د . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د لیسانس، ماسټرۍ، دوکټورا او تخصص په کچه د روسیې فدراتیف هېواد د بورسونو خبرتیا

په کابل کې د روسیې فدراتیف فرهنګي مرکز په بېلابېلو تحصیلي کچو (لیسانس، ماسټري، دوکتورا او تخصص) کې د یاد هېواد د تحصیلې بورسونو د ثبت له پیلېدو چې په بشپړ ډول وړیا نه دي، وزارت ته خبر . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

د ماسټرۍ په کچه د هنګري د تحصیلي بورسونو خبرتیا

هنګري د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) میلادي کلونو له پاره، د یو شمېر هېوادونو له پاره په لاندې څانګو کې د ماسټرۍ په کچه د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی او له افغانستان څخه يې هم په شرایطو . . .