د (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) په برخه کې د عربستان تحصيلي بورسونو بیاځلي خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

سعودي عربستان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې هلکانو او نجونو ته د ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ اسناد:

 د لېسانس دورې د نوماندو د ښوونځي د نمرو سلنه بايد لږ تر لږه ۷۰ وي.

د ماسټرۍ دورې د نوماندو د نمرو سلنه بايد لږ تر لږه ۶۵ وي.

د بورسيې شرایط:

نوماندان بايد لومړی د خپلې خوښې پوهنتون ويبپاڼې ته ورشي، د خپلې خوښې څانګه دې وټاکي، د نومليکنې فورمه دې ډکه کړي او خپل تحصيلي اسناد دې له همغې برېښناليک پتې، اکونټ او يا هم د پوهنتون د اړيکو له هرې بلې لارې ولېږي.

د پوهنتون د علمي بورډ د منلو په صورت کې د هر نوماند د منلو پاڼه د شخص برېښناليک ته د پوهنتون له لوري لېږل کېږي.

•          د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ م کلونو لپاره د افغانستان برخه تحصيلي بورسونه ۳۷۱ دي او نومليکنه يې د ۲۰۲۰ تعليمي کال د سمستر په پای او د ۲۰۲۱ کال د جون مياشتې په لومړيو کې پيلېږي.

•          تر دې وړاندې سعودي عربستان ته د ښځينه محصلينو تګ محرم ته اړتیا لرله، خو اوس کولای شي چې دې هېواد ته له محرم پرته هم لاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي چې د دې هېواد په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو منل له پخوا ډېر شوي دي.

•          د بورس نوماند به نومليکنه د خپلې خوښې پوهنتون د وېبپاڼې له لوري په انلاين ډول کوي او له اړوند پوهنتون څخه د خپلې خوښې بورس ته د منل کېدو د برېښناليک له تر لاسه کولو وروسته دې خپل تحصیلي اسناد او د هغوی منل پاڼه سفارت ته د خبرتیا او د بهرنيو چارو وزارت ته د ويزې لپاره ولېږل شي.

•          د سعودي عربستان د محصلينو له پاره چې په هغې پوهنتون کې هر ډول شرایط پلي کېږي د بهرنيو محصلينو لپاره چې په بورسونو ورغلي هم هماغه شرایط پلي کېږي.

•          د پوهنتون او ژبې د انستيتيوت پړاو لپاره له ۱۷ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې وي.

•          د ماسټرۍ نوماند تر ۳۰ کلنۍ او د دوکتورا تر ۳۵ کلنۍ پورې عمر ولري.

•          د محصل خپل هېواد دې د محصل د تحصيل د دوام لپاره پر هغې شراطو چې د سعودي له لوري د دوی پر خپلو محصلينو پلي کېږي هوکړه وکړي.

•          نوماند نه بايد د سعودي عربستان له کوم بل تعليمي بنسټ څخه بورسيه اخيستې وي.

•          د نوماند اسناد او شهادتنامه له ځانګړو مراجعو څخه چې تحصيلي بنسټ يې مشخص کړي تصديق شوي وي.

•          نوماند بايد له اړوندو امنيتي ارګانونو څخه د جرم نه لرلو تصديق ترلاسه کړي.

•          نوماند په سعودي عربستان کې له کوم تحصيلي بنسټ څخه ويستل شوی نه وي.

•          نوماند بايد طبي کتنه له لارښود او قوانينو سره سمه مخکې وړې وي.

•          نوماند باید د شخصيتي تزکیې او ښه چلند تصديق د تعليمي دورې له چاپېريال يا هم د پوهنتون يا تحصيلي بنسټ له يوه استاد څخه ترلاسه کړي.

د تحصيلي بنسټ شورا د بهرنيو محصلينو د منلو له پاره چې په سعودي کې اوسېږي اصول او ضوابط د داخلي بورسيو پر بنسټ وضع کېږي چې په عيني وخت کې بايد لاندې شرایط هم په پام کې ونيول شي.

•          نوماند بايد د هغې مرجع هوکړه چې ترې فارغ شوی دی ترلاسه کړي.

•          نوماند په سعودي عربستان کې په قانوني ډول استوګنه ولري. هغو نوماندو ته چې د بورس له لارې له بهرنيو هېوادونو څخه پوهنتونونو ته جذبېږي لاندې امتيازات په پام کې نيول شوي دي.

•          د محصلينو او د دوی د کورنۍ د غړو لپاره يې (که د محصل کورنۍ هم له هغوی سره اوسېږي) روغتيايي خدمتونه او د محصل د تیاري او وصل کېدو لپاره د دوو مياشتو د معاش ورکول.

•          له فراغت وروسته د کتابونو د لېږلو لپاره درېيو مياشتو معاش ورکول.

•          له همغې امتيازاتو کار اخيستل چې نور محصلين يې ترې اخلي.

•          د محصلينو لپاره په ټيټه بيه د خوړو تیارول.

•          د علمي، فرهنګي او اجتماعي فعاليت او استوګنځي اسانتیا برابرول.

•          د اړوند تحصيلي بنسټ له مالي لايحې سره سم د ټکټ برابرول.

ياددښت:

مخکې داسې نظر موجود و چې سعودي عربستان يوازې په اسلامي څانګو کې محصلين مني په داسې حال کې چې هلته په اسلامي څانګو کې يوازې ۵ سلنه بهرني محصلين په زده کړو بوخت دي او نور يې په حرفوي او تخنيکي څانګو لکه، پيټروليم، تېل او ګاز، پيلوټي، مهندسي او نورو کې زده کړې کوي. نو په دې هېواد کې بهرني محصلين د فني، تخنيکي او حرفوي زده کړو د ادامې له پاره ډېر فرصتونه لري او افغانستان په اوسنيو حالاتو کې فني، حرفوي او تخنيکي کسانو (نارينه او ښځينه وو) ته ډېره اړتیا لري.

•          د بورسيې نوماند ته تر هغې چې د منلو سند يې اخيستی نه وي او نوم يې ليکلی نه وي محصل نه ويل کېږي.

•          که افغانستان سربېره پر ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ۲۰ نورو بورسونو له پاره په شرایطو برابر کسان معرفي کړي، بورسونه به يې په تدريجي ډول لوړ شي.

•          د پوهنځيو لېست، د پوهنتونونو د منلو شرایط او څانګې، د نوم ليکنې له پروسې مخکې د دې هېواد د پوهنتونونو په وېب پاڼه کې اعلانېږي او د بورسونو غوښتونکي کولای شي وېبپاڼې ته ورشي او معلومات تر لاسه کړي. درانه نوماندان کولای شي، خپل غوښتنليکونه د سعودي عربستان د تحصيلي بنسټونو وېبپاڼو ته واستوي او له منلو وروسته د ياد پوهنتون د داخلې د تاييد پاڼه کاپي کړي، د لوړو زده کړو وزارت ته يې يوسي او د اړينو فورمو او اسنادو له ډکولو وروسته يې د بورسونو د تنظيم او بهرنيو اړيکو رياست ته تسليم کړي څو له دې لارې د بورس مرجع ته د ويزې له پاره ور وپېژندل شي. د پوهنتونونو د برېښناليکونو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

د پوهنتونونو د برېښناليکونو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

1- دانلود

2- دانلود

آخرین بورسیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۳
Background image

د لېسانس او فوق لېسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه د مصر هېواد د تحصیلي بورس خبرتیا

د مصر هېواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی چې ۴ یې د لېسانس په کچه او ۸ نور یې د فوق لېسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه دي. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د لارښوونې سره سم په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست خبرتبا!

د اندونیزیا UNISA پوهنتون د ۱۴۰۰ کال لپاره د لېسانس او ماسټري په کچه د یو شمېر بورسونو خبر ورکوي چې ۲۰ هغه یې په لاندې شرایطو دي

د بورسونو لپاره د اړتیا وړ اسناد او شرایط:

•       . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۶:۵۸
Background image

د هندوستان هېواد د Stephens College د لېسانس په کچه د تحصیلي بورس خبرتیا

په کابل کې د هندوستان هېواد سفارت د خپل رسمي یادښت له لارې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې په ۲۹مه د نوي ډهلي پوهنتون په Stephens College کالج کې د لېسانس په کچه د افغان وګړو لپاره د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ . . .