د هندوستان هیواد د کوویسټ ماسټرۍ دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_hiadari

Due

-

Location کابل

د هندوستان هیواد د خپلو علمي او فرهنګي همکاریو په چوکاټ کې د ماسټرۍ دورې د تحصیلي بورسونو د (۴۷) سیټونو له ورکړې څخه د لاندې کټګوریو په تفکیک سره:

(۴۰) سیټه بورسونه د (۷۵) سلنې د تحصیلي فیس په معافیت سره د ماسټرۍ دورې لپاره؛

(۷ سيټه بورسونه د (۷۰ سلنې تحصیلي فیس په معافیت سره د ماسټرۍ دورې لپاره؛

د کمپیوټر ساینس او ادارې او تجارت په څانګو کې په نوي ډهلې کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د تحصیلي آتشې د دفتر له لارې دې وزارت ته خبر ور کړ.

هغو متقاضیانو ته چې د ماسټرۍ دورې په یادوو شویو بورسونو کې د نوماندۍ لپاره علاقمند وي،  خبر ورکول کیږي، په هغه صورت کې چې په شروطونو برابر وي ددې وزارت د بورسونو د مدیریت سیسټم له لارې یعنې: (https://sms.mohe.gov.af) خپل ځان نوماند کړي او همدارنګه خپل ټول تحصیلي اسناد او تحصیلي مدارک په هارډ بڼه د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو تنظیم ریاست د فوق لیسانس د بورسونو د تنظیم آمریت ته وسپاري.

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک کړئ.

دانلود

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۶:۷
Background image

د ازبکستان هيواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د کابل میشت ازبکستان سفارت د خپلې 01/362-UZ شمیرې20/12/2019 نیټې يادونې په ترڅ کې لوړو زده کړو وزارت ته د2020/2021 کلونو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د ازبکستان هيواد تحصيلي بورسونو د ۵۰ . . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۶:۵
Background image

د مالیزیا هېواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد د البخاري پوهنتون د لیسانس دورې له ۲۰- ۳۰ سيټه بورسونو د ورکړې خبر ورکوي.

شرایط:
۱ – نوماند باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي.
۲ – د . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۹:۲۱ کابل
Background image

د هندوستان هیواد د کوویسټ ماسټرۍ دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا

د هندوستان هیواد د خپلو علمي او فرهنګي همکاریو په چوکاټ کې د ماسټرۍ دورې د تحصیلي بورسونو د (۴۷) سیټونو له ورکړې څخه د لاندې کټګوریو په تفکیک سره:

(۴۰) سیټه بورسونه د (۷۵) سلنې د . . .