د هندوستان هېواد (په تحصیلي فیس کې) له تخفیف سره د تحصیلی بورسونو خبرتیا

Akmal_admin

Due

-

Location هند

د هندوستان هېواد د پونې ښار، د ویشواکرما پوهنتون له (۵۰) سلنه تخفیف سره د تحصیلی بورسونو او یو سیټ (۱۰۰) سلنې تخفیف سره د ليسانس په کچه د تحصیلي بورسونو د ورکړي خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط او د اړتیا وړ سندونه:

• د غوښتونکې د ښوونځې د وروستې کال د نومرو سلنه باید۷۰ وي.

• الکترونیکي پاسپورټ ولري.

• تحصیلي څانګې له دې خبرتیا سره په ضمیمه شوو پاڼو کې يادې شوې دي.

نو هغه غوښتونکې چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې مینوال وی کولای شي، له خپلو اصلي تعلیمي سندونو شهادتنامه او د تابعیت له تذکرې سره د ۱۳۹۹/۹/۳۰ نېټې مخکې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱مې شمېري غرفې ته ورشي.

د یادونې وړ ده چې نور لګښتونه لکه اوسېدول، خوراک او څښاک، ویزه او د تګ او راتګ لګښت پکې شامل دي، د محصل په غاړه دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .