د ټولو خصوصي پوهنتونونو محترمو رئیسانو او مؤسسینو ته!

Akmal_admin
د ټولو خصوصي پوهنتونونو محترمو رئیسانو او مؤسسینو ته!

اَلسَلامُ عَلَيْڪُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

هيله ده، چې خوښ، خوشحاله او د ژوند په ټولو ديني او دنیوي چارو کې به بریالي یاست

محترمو! د کورونا ویروس دخپریدواو وروستیو تحولاتو له امله د روان سمستر درسونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي، په زیاتره خصوصي پوهنتونونو کې درسونه رخصت او په ځینو کې بیا په آنلاین بڼه روان وو. دغو رخصتیو په کورنیو عوایدو، کار او روزګار باندې زیاته منفی اغیزه کړې ده، له دی امله دیادو پوهنتونونومحصلانو د وزارت له مشرتابه څخه دروان تدریسی سمستر په فیسونوکی د تخفیف غوښتنه کړیده .

په همدې اساس که چېرې د روان سمستر په فیسونو کې د محصلینو لپاره د پام وړ تخفیف وشي، زیاته مهرباني به مو وي.

والسلام

د لوړو زده کړو وزارت

٢٧ سنبله / ۱۴۰۰ هـ ل

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو علمي کادرونو او د وزارتونو خاصو استازو لپاره د افغان نړیوال پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د څانګو د تحصيلي نصاب د غونډې خبرتيا!

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو علمي کادرونو او د وزارتونو خاصو استازو د افغان نړيوال پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د څانګو د تحصيلي نصاب غونډه اټکل شوې چې د اسد د میاشتې به ۲۳ نيټې پیل تر ۲۷ . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۹:۹
Background image

د قرارداد تصمیم نیونې عمومي خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري، چې د علمي ترفيعاتو او تقرر ریاست بنسټيز ترميم د پروژې قرارادا، چې . . .

Back to announcements