د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت له څانګې څخه فارغ شويو محصلانو، خپل د فراغت جشن د اسلامي او افغاني کلتور سره سم ولمانځه.
نوموړي فارغ شوي محصلانو په وینا د دوی دا ډول لمانځنې موخه په ورته جشنونو کې د بهرنیو کلتور پر ځای د خپل اسلامي او افغاني کلتور رواجول دي.
د پکتیا پوهنتون مسئولانو په خبره، دغو فارغ شویو محصلانو وښودله چې د خپل ژوند علمي خوښي او وياړ، د اسلامي شريعت او اصيل افغاني کلتور د اصولو مطابق لمانځي او په دې ډول به د تپل شويو پردي کلتورونو او رواجونو مخه ونیول شي.