د کابل طبي پوهنتون اړوند د کابل مرکزي تدریسي روغتونونو ډاکټرانو ته د (جدي څارنې او بېړنیو پېښو) په اړه ۲۱ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.
د کابل مرکزي تدریسي روغتونونو 61 ډاکټرانو ته د (Emergency/ بېړنیو پېښو او همدارنګه د ICU / جدي څارنې) په اړه ورکشاپ پیل شوی و، چې تدریسي چارې یې د علي اباد تدریسي روغتون د انستيزي ډيپارټمنټ استاد ډاکټر محمد شریف اوریا له لورې پرمخ وړ کېدې. دغه ورکشاپ شاوخوا 21 ورځی دوام وکړ او نن د ورځ ګډونوالو ته د تصدیقونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
د یاد ورکشاپ د پای په غونډه کې د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال پوهاند نجیب الله امرخیل د ورکشاپ د موضوعاتو ارزښت بیان کړ او د علي اباد تدریسي روغتون د انستیزي ډيپارټمنټ له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې په کور دننه یې د هېوادوالو سالمې روغتیا په موخه د تدریسي روغتونونو ډاکټرانو ته د داسې ورکشاپ کوربتوب وکړ.
د علي اباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د ورکشاپ ګډونوالو ته مبارکي وویله او همداراز یې له ټولو غوښتنه وکړه، چې زده کړي موضوعات او تجربې له نورو ډاکټرانو او همکارانو سره شریکي کړي. نوموړي د یادو دواړو موضوعاتو په اړه ورکشاپ په تدریسي روغتونونو کې مهمه اړتیا وبلله او په ټولو روغتونونو کې یې د ICU د برخې د فعالولو هیله څرنګده کړه.
د غونډې بل وینوال د لوړو زده کړو وزارت د تدریسي روغتونونو د همغږۍ آمر ډاکټر زبیح الله امید د ورکشاپ په بریالي ډول ترسره کېدو او د کورنیو استادانو او ډاکټرانو پر مټ د نورو روغتیا پالانو علمي کچې لوړېدو په اړه خوښي وښوده.
نوموړي یادونه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د نورو سمیزو او نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې دی، ترڅو په یادو برخو کې تفاهمنامې لاسلیک کړي او د تدریسي روغتونونو ډاکټرانو ته ګټور پروګرامونه په لاره واچوي.
په پای کې غونډه د ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیقونو په ورکړې او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: دوشنبه
۱۱/۵/۱۴۴۴ هـ ق ۱۴/۹/۱۴۰۱ هـ ش ۵/۱۲/۲۰۲۲ م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر