د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ممتاز محصلین د چین سفارت له لوري په یاد پوهنتون کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۲۶
Sjjxisjxjjd

 

دغه غونډه چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ او امارتي محصلانو چارو رئیسانو، په کابل کې د چين سفير او د کابل پوهنتون رهبري پلاوي په ګډون، په یاد پوهنتون کې جوړه شوې وه، د چین سفارت له خوا د یاد پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ۶۰ تنو ممتازو محصلینو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

 

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي د چین هېواد له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، له محصلینو وغوښتل چې لا زیاتې هڅې وکړي، څو افغانستان په خپلو پښو ودریږي او په ځان بسیا شي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له ادرسه د چین سفیر او د کابل پوهنتون مشرتابه ته د محصلانو لپاره د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

همدارنګه په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ له لوړو زده کړو وزارت سره خپلې اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل: «موږ په علمي برخو کې خپلې اړیکې پراخوو او محصلین هڅوو.» هغه زیاته کړه چې په علمي ډګر کې اړیکې یې، د افغانستان په ځانبسیاینه کې مهم رول لوبولی شي.

 

دغه راز د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز هم له کابل پوهنتون سره د چين د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې دا همکارۍ د افغانستان او چین تر منځ د علمي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی شي.

 

نوموړي له چين سره د افغانستان د اړیکو ارزښت ته په اشارې سره، له یاد هېواد څخه وغوښتل چې د کابل پوهنتون د انجنيري، ټکنالوژي او ساينس په تخصصي برخو کې خپلې تجربې د کابل پوهنتون له محصلينو سره شريکې کړي، څو د افغانستان په ځانبسیاینه کې خپل رول ولوبوي.

 

په یاده غونډه کې د کابل پوهنتون يو شمېر ممتازو محصلانو هم خبرې وکړې، د دغه شان غونډو په جوړولو يې خوښي څرګنده کړه او د پوهنتون د علمي او تدريسي برخو په پياوړتيا کې يې له چين هېواد څخه د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

غونډه د کابل پوهنتون ممتازو محصلینو ته د نغدي ډالیو او ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادي الاخرة ۷ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د لیندۍ ۱۹ مه

۲۰۲۴ م د ډسمبر ۹ مه

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۵:۱۷
Background image

د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو آمریت خبرتیا!

د هلمند پوهنتون ریاست د ساتني او خوندیتوب پروژه د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري، کولای سي چي د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو علماء کرامو ته چې له فتحي مخکې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د عالمیې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست کې یې نوملیکنه کړې وي . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کمېسیون ناسته وشوه

 

په دې ناسته کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د هېواد تحصيلي نظام او بېلا بېلو برخو پر نظم ټینګار وکړ او ويې ویل، چې په لوړو زده‌ کړو کې نظم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره وکتل

 

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې او مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه کې د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۶:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

د یاد روغتون د مسؤلینو په وینا، د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه (ټي اېف یو) د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د نږدې یو میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شلو ورځو په موده کې. . .

BACK TO NEWS