د کابل ښاروالۍ د ټولنیزواو فرهنګې چارو معییت خبرتیا
د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې ( ښار ته د نوي لید ملی کنفرانس) تر نوم لاندې د روان کال د سلواغې میاشتې له پیل نه د ۲۰۲۰ د جنوري تر پایه د علمي مرکزونو، پوهنتونونو، ادارو او د کنفرانس ملي او نړیوالو سازمانونو په همکارۍ یو کنفرانس په کابل ښار کې په لاره واچوي.
له همدې امله له ټولو هغو اداري مرکزونو ، سازمانونو ، څیړونکو، چې د ګدون لیوال دي بلنه کیږي چې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشتې تر پایه د کنفرانس د محورونو پورې اړوند خپلې همکارۍ ، مقالې ، لیکنې او علمې آثار د کنفرانس دارالانشا له لاري شریک کړي او په کنفرانس کې له خپل ګدون څخه موږ ډاډمن کړئ.
د یادونې وړ ده چې د کنفرانس د بلنې، علمي محورونو او د کنفرانس تنظیم کونکو سره د اړیکو لارې موجودي دی. د کنفرانس په اړه نور معلومات ، شرطونه او دقیقې نیټه به وروسته د کابل ښاروالۍ د انترنیټې سایټ د www.km.gov.af له لارې خپاره اواطلاع رسونې به شي.