د ۱۴۰۲هـ.ش کال کانکور ازموینې پایلې د ازموینو ملي ادارې له لوري د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شوې
د ۱۴۰۲کال کانکور ازموینې عمومي اول نومره محمود د عبدالجمیل زوی د (۳۵۹،۱۶۱۱) نومرو په تر لاسه کولو سره، عباس د محمد غني زوی د دویم او عبدالباعث د محمد نذیر زوی د عمومي درېیم نومره په توګه اعلان شول.
د ۱۴۰۲کال کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې د ا.ا.ا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې کانکور بریالیو ګډونوالو ته د مبارکۍ تر څنګ، د هېواد له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې حکومت به ورته د باکیفیته زده کړو او کار زمینه برابروي.
نوموړي د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې د ا.ا.ا د تعلیم او تحصیل د پراختیا او پرمختګ هڅه کوي او زیاته یې کړه چې د تېر کال په پرتله د کانکور د داوطلبانو او کامیابانو شمېر زیات شوی دی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د کانکور بریالیو ګډونوالو ته د باکیفیته او معیاري زده کړو زمینې برابرولو خبر ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په خپلو زده کړو کې پوره هڅه وکړي او د خپل هېواد لپاره د خدمت جوګه شي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د دغه وزارت مهمو لاسته راوړنو ته په اشارې سره، کانکور د هېواد تر ټولو مهمه ازموینه وبلله او د یادې ازموینې ګډونوالو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ.
وروسته د ازموینې ملي ادارې سرپرست رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۲کال کانکور ازموینې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:«سږ کال مو تر پخوا په کانکور کې ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې وې. د ګډونوالو او کامیابانو شمېر مو د تېر کال په پرتله زیات شوی او په دویم او درېیم ظرفیت کې هم د ډېرو داوطلبانو د جذب ظرفیت لرو.»
د ازموینې ملي ادارې رئیس په وینا په ۱۴۰۲هـ.ش کال کانکور ازموینه کې (۸۴۲۳۴) داوطلبانو ګډون کړی و، چې (۴۴۳۳۶) یې امارتي لوړو زده کړو، (۲۷۵۵) تنه نیمه امارتي لوړو زده کړو او (۳۱۴۲۰) تنه ګډونوال خصوصي تحصیلي بنسټونو ته د جذب په موخه ورمعرفي شوي، چې د کامیابانو ټولټال شمېر (۷۸۵۱۱) تنه دی.
د یادولو وړ ده چې د یاد خبري کنفرانس له لارې د عالیې، خامسې، ۱۴پاسانو او دیني مدارسو اختصاصي ازموینې پایلې او د پنځه غوره کسانو نوملړ هم اعلان شو.