له یوه تحصیلي خصوصي بنسټ څخه بل بنسټ ته د محصلانو د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

Akmal_admin
اطلاعیه وزارت تحصیلات عالی در رابطه به تبدیلی از یک نهاد تحصیلات عالی خصوصی به دیگر نهاد تحصیلات عالی خصوصی

له یوه تحصیلي خصوصي بنسټ څخه بل بنسټ ته د محصلانو د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې پر اساس او د کورونا ویروس او وروستیو بدلونونو له امله د سمسټرونو د زیانمنېدو، اکاډمیک مهالویش تغییر او په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د ژمنۍ رخصتۍ د نشت له امله، د دېرشمې او یو دېرشمې مادې د شرایطو او لېسانس روزنیزې دورې د مقرراتو په پلي کولو سره د تبدیلۍ وخت یوازې د ۱۴۰۰ کال، د لړم له ۱۵ د لیندۍ تر ۱۵نېټې  پورې ده. 
داوطلبان کولی شي د تبدیلۍ فورمې د لوړو زده کړو وزارت له سایټ او یا هم د دغې وزارت د پذیرش له امریت، د خصوصي لوړو زده کړو له مسوولینو څخه تر لاسه او د دوو تحصیلي بنسټونو له موافقې وروسته بېرته د پذیرش برخې ته وسپاري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

له یوه تحصیلي خصوصي بنسټ څخه بل بنسټ ته د محصلانو د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

له یوه تحصیلي خصوصي بنسټ څخه بل بنسټ ته د محصلانو د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې پر اساس او د کورونا ویروس او وروستیو بدلونونو . . .

شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۷ - ۷:۱۲
Background image

د ټولو خصوصي پوهنتونونو محترمو رئیسانو او مؤسسینو ته!

اَلسَلامُ عَلَيْڪُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

هيله ده، چې خوښ، خوشحاله او د ژوند په ټولو ديني او دنیوي چارو کې به بریالي یاست

محترمو! د کورونا ویروس دخپریدواو وروستیو تحولاتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۴:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

د ګرانو هېوادوالو او درنو رسنیو د پام وړ!

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتمآب شیخ عبدالباقي حقاني په ټولنیزو رسنیو کې کومه رسمي پاڼه نه . . .

Back to announcements