په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد اساسي قانون د تصویب ملي اونۍ لمانځل شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۵:۳۵
قانون اساسی

لوړو زده کړو وزارت د اساسي قانون د تصویب ملي اونۍ په لمانځغونډه کې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کميسيون له لوري د قانون د حاکمیت نښان تر لاسه کړ.

هغه غونډه چې د اساسي قانون د تصویب ملي اونۍ د شپاړسمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د محصلانو چارو مرستیال دکتور بري صدیقي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کميسيون د قوانینو د مطالعې رئیس دوکتور محمد هارون ستانکزي، د ازموينو ملي ادارې رئیس عبدالقدیر خموش، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي رئيسانو، د مقام مشاورینو او د مرکزي پوهنتونو مرستیالانو په کې حضور درلود.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د اساسي قانون پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: "د افغانستان اساسي قانون د دې هیواد دولت او ملت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي او په عین حال کې د جامعيت او کاملیت له پلوه د سيمې هيوادونو د اساسي قوانينو په پرتله بې ساری دی."

قانون اساسی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې د اساسي قانون د ۴۳ او ۴۶ موادو په اساس، لوړو زده کړو وزارت د یو اکاډمیک بنسټ په توګه مصمم دی چې د قانون د حاکمیت په موخه به په تحصيلي بنسټونو کې اغېزمن پروګرامونه پلي او هیوادوالو ته لازمې آسانتياوې رامنځته کړي.

ښاغلي بالاکرزي د قوانینو د تطبیق او اجراآتو فرهنګ ته په اشارې سره وویل: "د قوانینو د تطبيق او اجراآتو فرهنګ باید په هیواد کې مراعات شي او همدا ډول د خپلې تېروتنې د منلو اصل باید په خلکو کې عام شي، تر څو په راتلونکي کې خپلو اشتباهاتو ته قانوني بڼه ورکول له منځه ولاړ شي".

پوهنمل بالاکرزي د قوانینو د تطبيق او اجراآتو له امله له خپلو ټولو همکارانو مننه او د دې غونډې د جوړونکو ستاینه وکړه.

د اساسي قانون پر تطبیق د څار کميسيون د قوانینو د مطالعې رئیس دوکتور محمد هارون ستانکزي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اساسي قانون د تصویب د ملي اونۍ لمانځنې له کبله مننه وکړه او ويې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت او ددې وزارت دویم واحدونه، د قانون د تطبيق او حاکمیت په لاره کې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کميسيون له لوري د ممتازې ادارې په عنوان وپیژندل شول.

دوکتور ستانکزي د اساسي قانون د ځانګړتیاوو او محتوياتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د اساسي قانون او ددې وزارت داخلي قوانینو په تطبیق او اجراآتو کې بر لاسی دی او په همدې اساس دې کميسيون د اساسي قانون د حاکمیت میناتوري شوی نښان ددې وزارت رهبري هئيت ته په نظر کې نیولی دی.

قانون اساسی

په دغه غونډه کې د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستيال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل د اساسي قانون په رڼا کې د روغتيايي خدمتونو په اړه او د لوړو زده کړو وزارت د جنډر سلاکارې دوکتور عایشه نورزۍ د افغاستان په حقوقي نظام کې د ښځو د مقام په اړوند خبرې وکړې.

قانون اساسی

د غونډې په پای کې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون استازي د لوړو زده کړو سرپرست وزير پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او د محصلانو چارو مرستیال دکتور بري صدیقي ته د وزارت د رهبري هیئت په استازيتوب د قانون د حاکمیت نښان ډالۍ کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۵:۵
Background image

مالي او اداري معین نور احمد دروېش په کابل پوهنتون کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېشلو ټیم وستایه

 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په کابل پوهنتون کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ټیم وستایه او د پېژندپاڼو وېشلو او خلکو د ښو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یې د هغوی مدیریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون له غړي سره وکتل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون له غړي عبدالله شفاهي سره ولیدل.

د دغې لیدنې موخه له اساسي قانون څخه د تحصیلي بنسټونو د خبرولو پروګرامونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۶:۹
Background image

په پام کې ده چې د هېواد په لویو پوهنتونونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټري پروګرامونو ته لار هواره شي

په پام کې ده چې د تقنیني اسنادو پر بنسټ د هېواد لویو پوهنتونونو تر منځ د ماسټرۍ ګډ پروګرام په لوړ او معیاري کیفیت رامنځته شي چې په لومړي نوښت کې د هېواد د دولتي پوهنتونو تر منځ د ۷ اړخی. . .

BACK TO NEWS