په ولسي جرګه کې دلوړو زده‌کړو وزارت نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر بیانیه

بسم الله الرحمن الرحیم، نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

اما بعد: فقد قال الله العظیم فی کتابه الکریم: ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ: په قلم او هغه څه سوګند چې پرې لیکي یې! هغه ورځ چې الله (ج) زه پیدا کړم او په خپل قدرت سره یې زما پرسینه تخته وښکله څو په هغې پاڼې د ټولو برخلیک ته بدلون ورکړم، موقف او منزلت مې دومره لوړ شو چې د ټولو پیداکوونکو پیداکوونکي، پر ما او زما په آثارو سوګند یاد کړ او ویې ویل«ن وَالقَلَمِ وَ ما يَسْطُرُونَ؛ په قلم او هغه څه سوګند چې پرې لیکي یې.

د ولسي جرګې ښاغلي رییس، د اداري پلاوي محترمو غړو او د افغان ولس عزتمندو استازو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم.

تر هر څه دمخه د افغانستان د جلالتمآب ولسمشر او نورو مشرانو له باور څخه مننه کوم چې زه یې د لوړو زده کړو وزارت د نوماند په توګه معرفي کړم.

په دویم قدم کې ډېر خوښ یم او ویاړم چې نن د افغانانو سرلوړو او عزتمندو استازو ته د لوړو زده کړو وزارت د نوماند وزیر په توګه خپله کاري برنامه وړاندې کوم.

نن د افغانستان د لوړو زده کړو نظام د پیاوړي کېدو پر وړاندې خپله ژمنه تازه کوم او تر هغه چې د ځورېدلو هیوادوالو لپاره مې د خدمت فرصت وي؛ په دې برخه کې به ژمن پاتې شم.

د خلکو ښاغلو استازو!

موږ سختې ورځې تېرې کړي دي، پر هغو زده‌کړیالانو چې له زرګونو ستونزو او هیلو سره د علم ترلاسه کولو کې بوخت وو برید؛ وحشیانه، نه بښونکی او بزدلانه جنایت و، چې په تېرو ورځو کې یې د افغانستان ټولو خلکو لپاره ورځې سختې کړې.

پر کابل پوهنتون برید یوه بشري فاجعه وه چې د افغانستان د ټولو خلکو احساسات او زړونه یې غمجن کړل. کله چې زموږ د زړورو امنیتي ځواکونو په وروستي ډز سره مزدور ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل شول، زه کابل پوهنتون ته لاړم څو وګورم چې محصلین مو په څه حال کې دي.

ډېره سخته صحنه وه، هغې صحنې زه سخت غمجن کړم. هره شېبه چې هغه صحنه رایادېږي په زړه مې اور بل شي. د دروازې په خوله کې مې دوه په وینو لړلي ځوانان ولیدل. په یوه ټولګي کې د پوهې څوارلس ګلان رژېدلي وو. نجلۍ مې ولیده چې په وینو ککړه په پنجره پرته وه، ځان یې په ټولګي او سر یې له ټولکي بهر پاتې و. هغې هڅه کوله چې له پنجرې ووځي؛ خو د دښمن په مرمۍ په وینو لړلي وېښته او سر پر کتاب له دې نړۍ څخه لاړه. ښايي هغوی هیله لرله چې یوه ورځ په همدې تالار کې ستاسو ځای ډک کړي؛ مګر..."جان پدر کجاستی" هغه جمله ده چې د ټولو په زړونو یې اور بل کړ؛ د هغه یوه پلار پوښتنه ددې په هیله چې د اولاد نوم یې د قربانیانو په نوملړ کې نه وي.

دا په حقیقت کې پر هغه قلم برید و چې خدای (ج) په قرآن کریم کې سوګند پرې یاد کړی دی. ددغې پېښې قربانیان هغه ځوانان دي چې د زرګونو نورو په شان یې له ټولو ستونزو سره سره هیواد نه دی پرېیښی او ددې هیواد راتلونکې ته هیله مند دي او د ډېرو زحمتونو په ګاللو سره ددې هیواد جوړولو لپاره ځان چمتو کوي. په اصل کې ددې ډول بریدونو طراحانو د هیواد هيلې او راتلونکې په نښه کړې دي.

موږ ټول که په حکومت کې یوو او که د ولس په کور کې د هیواد د راتلونکې جوړوونکو پر وړاندې مسوول یو. د علم او معرفت د شهیدانو روح دې ښاد او په زړونو کې دې یاد تل پاتې وي!

د افغانستان د خلکو ښاغلو استازو!

له اوسنیو ټولو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د وتلو کیلي په تحصیل کې نغښتې او د لوړو زده کړو وزارت د یوه ملي او ولسي بنسټ په توګه د سلګونه زرو هیوادوالو لپاره د تحصیلي خدمتونو برابرولو په برخه کې مهم او مرکزي رول لوبوي. موږ د څېړنیزو، تحصیلي او اقتصادي چارو لپاره تر ټولو مناسب بستر جوړ کړی څو له دې لارې د علم تولید، د ټولنې اساسي اړتیاوو تآمین او د افغانستان په آبادولو کې مهم رول ولوبوو.

زموږ د هیواد ځوان نسل ښودلې چې د لوړ استعداد خاوند دی او په داسې حال کې چې پر هیواد مو د جګړې پردې لاخورېږي؛ هم په سیمه ییزو او نړیواله کچه سیالي کوي. تر ټولو ارزښمنده بېلګه یې هلمندی ځوان صبغت الله دی چې په کمبودیا کې یې د ریاضي المپیا سیالیو کې د څلوېښتو هیوادونو تر منځ لومړی مقام خپل کړ. صبغت‌الله غوندی ماشومان زمونژ ویاړ دي!

موږ سږکال شاهد و چې د کانکور په ازموینه کې یوې خواري‌کښې نجلۍ چې د غزني ولایت وه؛ له ټولو ستونزو سره سره یې د لوړو زده کړو د زرګونو متقاضیانو ترمنځ ترټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې او له سترو هیلو سره د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوه.

موږ داسې یونسل لرو چې کولای شي د هیواد برخلیک مو بدل کړي او په دې برخه کې اړتیا ده چې د هغوی د لاځلېدو لپاره په لوړ کیفیت تحصیلي خدمات وړاندې شي. د افغانستان نوی نسل، که له کندهار، تخار او یا هم فاریاب څخه دی، وړتیا لري، د باور وړ او انګېزه دی.

قدرمنو وکیل صاحبانو!

په تېرو اتلس کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت وزیرانو او کاري ټیمونو هڅه کړې او په دې توانېدلي چې یوشمېر مهمې لاسته راوړنې ولري. د هیواد په ډېری ولایتونو کې د دولتي لوړو زده کړو موسسو پراختیا موندلې څو لوړو زده کړو ته د هیوادوالو لاسرسی آسانه کړي. خصوصي سکټور د لوړو زده کړو نظام په پراختیا کې مهمه ونډه لري. د روزنیزو زیربناوو جوړول د پنځه کلن ستراتېژیک پلان او تقنیني اسنادو په شمول، په یوشمېر څانګو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو پیلول یې د لاسته راوړنو له ډلې دي. دلته یې اړینه ګڼم چې له ټولو هغو کسانو په ځانګړې توګه د پوهنتونونو له استازانو څخه چې د اقتصادي ستونزو سره سره یې دا ډګر ساتلی، مننه وکړم. د لوړو زده کړو وزارت توانېدلی چې یوشمېر مهمې لاسته راوړنې ولري، چې د خوشبینیو سره سره اوس هم له جدي ستونزو سره مخ دی او موږ ددې ستونزو د له منځه وړلو لپاره؛ ځانګړې برنامې لرو. زه نن غواړم د لوړو زده کړو نظام د پیاوړي کولو لپاره په څلورو بنسټیزو محورونو خبرې وکړم.

لومړی محور، لوړو زده کړو ته لاسرسی

د افغانستان په هر ګوټ کې هر افغان لوړو زده کړو ته د لاسرسي حق لري او په وروستیو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت دولتي پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو د متقاضیانو ظرفیت لوړ کړی او یوشمېر خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې یې رامنځ ته کړي دي. که څه هم چې زموږ له نظره دا یو اغېزمن ګام دی، مګر کافي نه دی. په پوهنتونونو کې د جذب ظرفیت ډېر کم دی او په ټولو ولایتونو کې ټولو افغانانو ته تحصیلي خدمات یوشان نه دی. ښايي هغه زده کړیالان چې له مالي اړخه خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو وړتیا لري خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، مګر د هغه زده کړیال روزګار به څه وي چې په یوه لرې پرته سیمه کې یې له زرګونو هيلو سره ښوونځی پای ته رسولای او د کانکور په ازموینه کې دولتي پوهنتونونو ته نه دی جذب شوی؟

د هغې نجلۍ وضعیت به څنګه شي چې هره ورځ به یې بې وزله پلار پکتیکا ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله په بایسکل ښوونځي ته رسوله؟

موږ د ټولو هیوادوالو پر وړاندې مسوول یوو او باید فقر او بې وزلي ددې لامل نشي چې یوځوان مو له زده کړې پاتې شي. باید د کانکور په ازموینه کې د هغو پلرونو او میندو هيلې هېڅ نشي چې له زرګونو ستونزو سره سره یې بچیانو ته د زده کړو زمینه برابروله.

لوړو زده کړو ته د لاسرسی تر څنګ؛ هغو څانګو ته هم د زده‌کړیالانو لاسرسی محدود دی چې د کار بازار او د افغانستان اقتصادي شرایطو سره متناسب وي. په افغانستان کې ټولې تحصیلي رشتې له ۹۰ نه اوړي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې تر درې زرو ډېرې تحصیلي څانګې شته. د تحصیلي رشتو کمی ددې لامل شوی چې د کاري بازار او پوهنتونو د فارغانو تر منځ واټن ډېر او د بې کارۍ ستونزه لاپسې سخته کړي.

همداراز، د تحصیلي نصاب او تحصیلي رشتو برابرول یوه جدي ستونزه ده. اوس هم موږ داسې ډاکټران لرو چې بې کاره دي، موږ اوس هم داسې انجینیران لرو چې دندې نلري او د حقونو داسې فارغان لرو چې له بې کارۍ کړېږي؛ نو له همدې امله تر پخوا د ډېرو تحصیلي رشتو رامنځ ته کولو اړتیا لیدل کېږي.

موږ ددې ستونزو د حل لپاره ځانګړې او واضح لارې لرو:

لومړی، موږ به د پوهنتونو ظرفیت ډېرولو سره د لوړو زده کړو متقاضیانو ډېر جذب ته زمینه برابره کړو او پرې به نږدو چې هېڅ افغان ځوان له تحصیلي سفرڅخه بې برخې شي.

دویم، موږ به له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د نږدې همکارۍ او یوشمېر ملي برنامو په ترسره کولو سره د افغان ځوانانو د تحصیل پر وړاندې هغه اقتصادي ستونزې او خنډونه لرې کړو چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ورسره مخ دي.

درېیم، د لوړو زده کړو وزارت د نړیوال کېدو لپاره؛ د زده کړیالانو او پرمختللو هیوادونو د زده کړو تبادله او د بورسونو له لارې زده کړیالانو او استادانو ته له هیواده بهر د زده کړو زمینه هم برابروي.

څلورم، موږ به تر نظرپوښتنو وروسته په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د تحصیلي رشتو ډېروالی په پام کې ونیسو څو د کاري بازار او تحصیلي رشتو تر منځ واټن له منځه یوسو. زموږ تحصیلي څانګې باید د ملي پراختیا د اړتیاوو مطابق وي څو د هیواد تلپاتې پرمختګ ته لاره پرانیزي.

دویم محور، په لوړو زده کړو پانګونه

په وروستیو کلونو کې یوه ستره لاسته راوړنه د لوړو زده کړو په سکټور کې پانګونه وه؛ خو موږ تراوسه هم ونشو کړای چې د لوړو زده کړو په برخه کې په سمه توګه دغې پانګونې ته لومړیتوب ورکړو. افغانستان کې ډېر داسې پوهنتونونه شته چې ودانۍ نلري. د باکیفیته تحصیلي خدماتو وړاندې کولو لپاره امکانات نلري. اوس هم د لابراتوارونو، ازمايښت خونو، مجهزو درسي ټولګیو او کتابتونونو شمېر ډېر کم دی او نشي کولای د زده‌کړیالانو اړتیاوې پوره کړي. ډېری خصوصي پوهنتونونه په کرايي ودانیو کې دي. په پوهنتونونو کې اوس هم برېښنا او ډیجیټالي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی. خو داسې بېلګې هم لرو چې پوهنتونونه مو د ودانیو پوښلو لپاره څلور دېوالونه هم نلري. ځای یې دی چې همدلته له هغو استادانو مننه وکړم چې په لږ تحصیلي امکاناتو او سختو شرایطو کې زده کړیالان روزي. موږ به د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په راغونډېدو سره، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زېربناجوړولو؛ د ورځې وړ تحصیلي امکاناتو برابرولو، د هیواد د پوهنتونونو وړتیا لوړولو او د بهرنیو هیوادونو د مرستو جذبولو ته لاره پرانیزو.

زموږ هغه زده کړیالان چې له ډېرو ستونزو سره سره په زده کړو بوخت دي؛ باید د درسي ټولګیو ، لابراتوارونو، کمپیوټر خونو، کتابتونونو او درسي چاپیریال له کمښت سره مخ نشي.

باید پرې نږدو چې د زیربناوو کمښت مو د زده کړو پر کیفیت منفي اغېز وکړي او موږ اوس هم زرګونو محصلینو ته د زده کړو د زمینې برابرولو سره سره بهرنیو کادرونو ته اړتیا ولرو. کومه پراختیا چې موږ په پام کې نیولې، متوازنه پراختیا به وي او یوازې به مو کلیدي ولایتونو او ښارونو ته پام نه وي؛ بلکې موږ په پام کې لرو چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې کار وکړو او د یوې جامع طرحې په لرلو سره د دوامداره کورنیو او بهرنیو پانګونو زمینه برابره کړو.

درېیم، د لوړو زده کړو کیفیت

یوازې لوړو زده کړو ته لاسرسی او د بېخ‌بېناوو جوړول بسنه نکوي؛ موږ باید هیواد کې د لوړو زده کړو کیفیت باندې هم هڅه وکړو. که چېرې د لوړو زده کړو کیفیت لوړ نه وي نوموږ به په راتلونکې کې ډېر استعدادونه له لاسه ورکړو.

زموږ ماشومان او نوي ځوانان؛ د ریاضي له نابغه نیولې تر اول نمرې شمسیې پورې باید پوهنتونونو ته تر ورتګ وروسته د زده کړو له ټیټ کیفیت سره مخ نشي. په دې برخه کې له څو جدي ستونزو سره مخ یو چې حل لارې مو هم ورته کتلي دي.

یو، د لوړو زده کړو تقنیني اسناد په ځانګړې توګه لوایح، مقررې او طرزالعملونه نه یوازې اوسنیو اړتیاوو ته ځواب ویونکې ندي بلکې د ودې، بدلون، پوهې او د لوړو زده کړو کیفیت ښه کېدو پر وړاندې خنډ دي، چې جدي او جامع بیاکتنې ته اړتیا لري. موږ دغه ټول تقنیني اسناد بیاګورو او د لوړو زده کړو ودې او پراختیا زمینه برابروو.

دویم، دې ته په پام سره چې په وروستیو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت ونشو کړای چې د تحصیلي امکاناتو او زده‌کړیالانو تر منځ تناسب رامنځ ته کړي؛ موږ به د ټول شموله او جامع برنامو په لرلو سره دغه تناسب رامنځ ته کړو څو په وروستیو کې مجبوره نشو چې د درملنې لپاره ګاونډویو او سیمه ییزو هیوادونو ته لاړ شو او د پاکستان او اېران د وېزو ترلاسه کولو لپاره په شپو او ورځو د یادو هیوادونو د سفارتونو مخې ته کتارونه جوړ کړو.

په راتلونکو کلونو کې زه ژمن یم څو د هیواد پوهنتونونو ملاتړ او تحصیلي امکاناتو لوړولو په موخه بې سارې مرستې راجلب کړم.

درېیم، زموږ د روزنې بڼه زړه او پخوانۍ ده. دغه بڼه چې تر اوسه استاد محوره ده ډېره اغېزمنه نده. د کیفیت لوړاوي لپاره د نویو تدریسي بڼو پلي کول چې پراختیا او څېړن‌محوره وي زمونږ اصلي برنامه ده. په څېړن‌محوره روزنه کې هم زده کړیال د سیمینارونو په وړاندې کولو سره ډېر څه ترلاسه کوي او هم استاد د کلنیو څېړنو په ترسره کولو سره خپله روزنه عصري کولای شي.

څلورم، له دوو کلونو راپدېخوا د لوړه زده کړو وزارت دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د ملي اکاډمیک باور ورکولو بهیر پیل کړی چې اوس هم روان دی. زه ژمن یم چې ډېر ژر به د کیفیت تضمین او پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ته د باور ورکولو بهیر ښه کېدو په موخه د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې یوه خپلواکه اداره جوړه کړم.

ددې ترڅنګ د افغانستان بومي ظرفیتونو ته په کتو د علم څېړنې او تولید لپاره د علم او ټکنالوژۍ پارکونه جوړوو. د افغانستان ټول پوهنتونونه به د امکان تربریده په ډیجیټلي او فزیکي کتابتونونو او د نوې ټکنالوژۍ په سیسټمونو سمبالوو او د خپلو دولتي او خصوصي پوهنتونو لپاره د نړیوال باور ترلاسه کولو زمینه برابروو ترڅو مو پوهنتونونه په نړیواله ډلبندۍ کې شامل شي.

پنځم، نن ورځ پوهې ته په سنتي توګه کتل کېږي او پوهنتونونه د اقتصادي ودې، عمومي هوسایني او ټولنې شتمنۍ په اسانولو کې ستر مسوولیت لري. زه ژمن یم څو د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې د علمي څېړنو فرهنګ بډایه کړم. د افغانستان کادرونه باید د ساینسي او علمي څېړنو له لارې د علم د تولید وړتیا ولري. ددې وخت رارسېدلې چې دافغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې د څېړنې کلتور رامنځ ته شي او موږ وکولای شوی یوه ورځ د څېړنې له اړخه د مخ پر ودې هیوادونو په سر کې راشو. دا یو لازم امر دی چې د هیواد ټولې ملي پرېکړې باید د هغو څېړنو پر بنسټ وشي چې د افغانانو له لوري ترسره شوي دي. ددې وخت رارسېدلې چې موږ په پراخو څېړنو سره تاریخ، هویت، فرهنګ او خپل شته په نړیواله کچه وښيو. دغو مو ته د رسېدو لپاره دوزارت په کچه د نوښت او څېړنې معینیت رامنځ ته کول او د پوهنتونو په کچه د علمي څېړنو معاونت رامنځ ته کول د لوړو زده کړو وزارت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

شپږم،موږ به د یوې جامع طرحې له مخې د استادانو او علمي کادرونو ظرفیت جوړونه، ګمارنه او ترفیع د څېړنې، علمي کتنو، بورسونو او په کور دننه او له هیواده بهر اکاډمیکو برنامو له لارې لوړ کړو.

اووم،زموږ یوه برنامه د هیواد په بې برخو سیمو کې د ځوانانو د استعدانونو تشویقول دي. همداراز په یادو برخو کې به استادان هم په مادي او معنوي امتیازاتو ونازول شي څو له خدمت څخه بې برخو سیمو ته هم پام وشي. په دې برنامه کې له دې سره چې د هیواد په یوشمېر لرې پرتو سیمو کې پټ استعدادونه راسپړل کېږي، بلکې د هیواد راتلونکې په مشرتابه او د مدیریت په تعادل کې هم مرسته کولای شي.

څلورم، دلوړو زده کړو پراختیا

دیوې پرځان بسیا او متوازن اقتصاد لرونکې ټولنې لپاره توسعه او د لوړو زده کړو پراختیا ترټولومهمه ده. د لوړو زده کړو وزارت به دیاد بنست پراختیا لپاره سترې پراختیايي برنامې جوړې کړي چې د سولې ملي ستراتېژۍ په جوړولو او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو په برخه کې اغېزمنې وي او د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې به د ټکنالوژۍ کارول په یوه مهم امر بدل کړي.

د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ستراتېژيک پلان په تدوین سره، موږ د نړیوال کېدو، بشري سرچینو ظرفیت لوړاوي، له اقتصادي پراختیا سره د متناسبو رشتو برابرولو، معتبرو پوهنتونو ته مالي او اکاډمیک استقلالیت او د لوړو زده کړو پراختیايی مراکزو جوړول، پنځونه، نوښت او د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې دڅېړنې لپاره به ځانګړې ژمنې او موخې وڅارو.

زه تاسو سره ژمنه کوم چې د لوړو زده کړو سکټور پراختیا به د یاد وزارت د کاري برنامو او اجنډا په سر کې وي. غواړم بیا هم ټینګار وکړم چې دافغانستان پر ځان بسیاینه او اقتصادي وده په لوړو زده کړو کې پر پانګونه او پراختیا پورې تړلې.

د افغان ولس معززو استازو!

تاسو شاهد یاست چې ترهګر اوس د علم او پوهې او د لوړو زده کړو مرکزونه په نښه کوي څو زموږ ځوان او له انګېزې ډک نسل د پوهې ترلاسه کولو له هڅو بې برخې کړي. د لوړو زده کړو وزارت اوس د پراختیايي برنامو تر څنګ یو بل له ګواښه ډک مسوولیت هم لري؛ چې هغه د روزنیزو او علمي بنسټونو د امنیت ټینګښت دی. اړتیا ده چې په دې برخه کې هم د امنیتي او څارګرو بنسټونو او همداراز ستاسو په سلامشورو یوه اغېزمنه طرح جوړه کړو، چې اوس کار پرې روان دی او ډېر ژر به د ولس له کور سره شریکه شي.

زه د دغه تاریخي او سترمسوولیت په اخیستو سره، له تخصص، تجربې او ژمنتیا څخه کار اخلم څو د لوړو زده کړو وزارت په یو مخکښ، ځواب ویونکي او راتلونکې کتونکي بنسټ بدل کړم. هغه ځای چې په هغه کې د یوه ګډکور په څېر د هیواد نوی نسل له کندهار او بدخشانه نیولې تر کابل او ننګرهاره، هرات، جوزجان، بادغیس او بامیان ټول په برابره توګه د ودې، پرمختګ او د هیواد راتلونکې رهبرانو باندې بدلېدو فرصت ولري. تر اوسه چې د لوړو زده کړو نظام په برخه کې کوم اقدامات ترسره شوي زما له نظره د منلو نه دي او موږ به د ملي او نړیوالو همکارانو په مرسته د لوړو زده کړو په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کړو.

موږ به د لوړو زده کړو نظام نوي پړاو ته ننوځو چې په هغه کې به پوهنتونونه د نړیوالو شریکانو په مالي او علمي ملاتړ معیاري څېړنې او علمي نوښتونه ترسره کړای شي او زه دا ژمنه کوم چې په نږدې راتلونکې کې به تاسو په ملي او نړیواله کچه له انفعالي څخه فعال او د ارزښت وړ حالت ته د پوهنتونو د بدلون شاهد واوسئ؛ هغه نقش چې په هغه کې زموږ ساینس پوهان، انجینیران، ډاکټران، حقوق‌پوهان او زده کړیالان د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره سیالۍ وکړي.

موږ د افغانستان د استعدادونو لپاره په هیواد کې داسې فضا رامنځ ته کوو چې وکولای شي د افغانستان د پراختیا په برخه کې رول ولوبوي. له شک پرته چې د لوړو زده کړو د نظام په برخه کې د لوړو او بنیادي اصلاحاتو ترلاسه کول ستاسو د ولس معززو استازو له ملاتړ پرته ناممکنه ده او هیله مند یم چې په دې تاریخي او برخلیک ټاکوونکي سفر کې زما ملاتړ وکړئ. زه به هم هڅه وکړم چې د خپلې وړتیا تربریده تاسو ته لاس درکړم او د خپلو هیوادوالو مشروعه غوښتنو ته د رسېدو په برخه کې په ګډه کار وکړو. ما له اوس څخه افغانستانه ته یو روښانه راتلونکی تصور کړی او ډاډه یم چې زمینه به یې؛ له نړیوالو معیارونو سره سمې او د لوړ کیفیت لرونکې لوړې زده کړې برابروي، څو موږ وکولای شو یو برخلیک ټاکونکی، وړ او متخصص نسل وروزو. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ستاسو په مرسته او زما په مدیریت سره به د علم او پوهې څراغ له تېر څخه روښانه شي.

په وروستیو کې اجازه راکړئ چې له سترې حوصله مندۍ او کوربه توب څخه مو په مننې خپلې خبرې پای ته ورسوم.

په ګډ هیواد کې مو د تلپاتې سولې او ثبات په هیله؛

زنده باد افغانستان، تل دې وي افغانستان، یشه‌سن افغانستان

والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements