پوهنوال لیلما شریفي یما د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د رئیسې په توګه وټاکل شوه

Azizorayakhel.admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۶
س

د میرمن شریفي د معرفي په غونډه کې، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده، پوهنوال لیلما شریفي ته د هغې د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ په ترڅ کې د لوړو زده کړو په ادارو کې تغیر او تبدیل د اکاډمیکو بنسټونو د پرمختګ له اقتضاآتو وبلل او زیاته یې کړه: «په هغه ځای کې چې تغیر او تبدیل نه وي، د اداري منطق له پلوه یو تنګ او کلاسیک ځای بلل کیږي چې نشي کولای مطلوب چاپیریال رامنځته کړي».

پوهندوی شهیدزاده وویل چې سازمانونه د انسانانو په شان زیږي، ژوند کوي او حتا له منځه ځي خو دومره فرق لري چې د سازمانونو مرګ د نوي ژوند قابل دی او له یو بدلون سره کولای شي د یو سازمان جوړښت ته د تازه ساه اخېستلو زمینه برابره کړای شي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د لوی زده کړه ېیز بنسټ په توګه چې دده په وینا باخبره او پوه زده کړیالان یې د هیواد لپاره روزلي دي، مهم وبلل او ددغه پوهنتون له ټولو کارمندانو څخه یې وغوښتل چې ټول په همغږۍ او په ګډو هڅو سره ددغه پوهنتون کلیدي رول هغه که د هیواد په زده کړه ېیز جوړښتي مدیریت کې وي او که یا هم په لویو علمي او اکاډمیکو پروګرامونو کې وي، پیاوړی کړي.

س

پوهندوی شهیدزاده د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د مخکیني رئیس پوهنمل ذبیح الله اسدي له نوې ټاکل شوې رئیسې پوهنوال لیلما شریفي سره له صمیمانه مراودې او تعامل څخه ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا لومړی ځل دی، چې یوه میرمن د یو مرکزي پوهنتون مشره ټاکل کیږي او له نیکمرغه ددغه پوهنتون د مشرتابه، استادانو او اداري کارمندانو له لورې هم پراخ ملاتړ له ځانه سره لري.

په علمي چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین د خپلې وینا په ترڅ کې، په علمي بنسټونو کې له بدلون څخه موخه د پراختیا نوې تګلارې موازنه کول وبلل او ویې ویل: تغیر او تبدیل د نوو نوښتونو لپاره فرصتونه رامنځته کوي او د نوو ابتکاراتو د ظهور لپاره زمینه مهیا کوي تر څو د نوښت او پراختیا مسیر په ښه توګه سره پر مخ لاړ شي.

س

پوهنوال خاورین وویل چې د مهمو کړیو ځای پر ځای کول او یا بدلول ددې باعث کیږي چې د پراختیا او پرمختګ اراده له بالقوه حالت څخه بالفعل حالت ته واوړي او د نوښتونو او ګټورو پروګرامونو نوې نسخې اجراء ته وړاندې کوي.

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون نوې ټاکل شوې رئیسې پوهنوال لیلما شریفي د جمهوري ریاست عالي مقام او د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه په هغې باندې د باور کولو او د یو لوی علمي بنسټ د رهبرۍ ورسپارلو له امله مننه وکړه.

هغې زیاته کړه چې په صمیمانه توګه به هڅه وکړي تر څو د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون نه یواځې په ملي کچه بلکې د سیمې په کچه په یو اعتبار لرونکي او د علم سنجي د شاخصونو درلودونکي پوهنتون باندې بدل کړي.

س

پوهنوال شریفي یما د خپلو کاري پروګرامونو په ګوته کولو سره وویل چې په جدې توګه هڅه کوي تر څو د هغو بدلونونو په دوام چې د تیرو کلونو په ترڅ کې رامنځته شوي دي، نوو پروګرامونو او آرمانونو ته تحقق ورکړي چې په دغه علمي چاپیریال کې کیفي او کمي بدلونونه رامنځته شي.

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مخکیني رئیس پوهنمل دوکتور ذبیح الله اسدي د خپلو کاري کړنو په اړه خبرې وکړې او د خپلې کاري دورې د لاسته راوړڼو له امله یې د لوړو زده کړو وزارت له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

دوکتور اسدي زیاته کړه: ویاړم چې تل مې پریکړې په ټولیز تعقل او مشرتوب مې په اکاډمیکو اخلاقو ولاړ وو او له سیاست او فردي سیلقې څخه لرې مې په رېښتینې توګه کار کړی دی.

س

دوکتور ذبیح الله اسدي د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون نوې ټاکل شوې رئیسې ته د یو غنچه ګل په ورکولو سره هغې ته مبارکې وویله او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د هغې او نورو استادانو تر څنګ ددغه پوهنتون د علمي پروګرامونو د ښه والي لپاره همکار پاتې شي.

غونډه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مخکیني رئیس پوهنمل دوکتور ذبیح الله اسدي ته د هغه د کړنو او زحمتونو له امله د لوړو زده کړو وزارت د مقام د مننلیک په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۹:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوي ټاکل شوي رئیس رسماْ خپله دنده پیل کړه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال له لوري د دې پوهنتون کارمندانو ته ور معرفي او رسماً یې په دنده پیل وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۶
Background image

پوهنوال لیلما شریفي یما د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د رئیسې په توګه وټاکل شوه

د میرمن شریفي د معرفي په غونډه کې، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده، پوهنوال لیلما شریفي ته د هغې د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ په ترڅ کې د لوړو زده. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۹:۳۷
Background image

د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې د اخېستلو پروسې د لا ښه انسجام په موخه ناسته تر سره شوه

د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې د اخېستلو پروسې د لا ښه انسجام په موخه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال تر مشرۍ لاندې ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته. . .

BACK TO NEWS