کونړ پوهنتون کې د معلوماتي مدیریت سيستم(HEMIS) په پار ناسته وشوه

کونړ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي مدیریت سيستم(HEMIS)په اړه د لا پوهاوي او نظرياتو راټولولو په پار ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د پوهنتون رييس سر بېره؛ د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو، پوهنځيو رييسانو، د څانګو آمرينو، استادانو، تدريسي او اجراييه مديرانو ګډون درلود.
پيل کې د پوهنتون رييس پوهنوال داکټر محمد ګلاب عمري ګډونوالو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ پر ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې اوسنۍ نړۍ د ډيجيټلي کېدو پر لور روانه ده، نو د(HEMIS) سيستم پرانېسته د چارو چټکيا په برخه کې يو اغېزناک ګام دی. نوموړي زياته کړه که څه هم د کرونا وبا له امله د محصلانو زده کړې اغېزمنې شوې، خو بيا هم د آنلاين زده کړو په برخه کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې د پام وړ ځای خپل کړی دی.
د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل احمد الله عزيز په خپلو خبرو کې وويل دا سيستم د وخت سپما، اسنادو خونديتوب، استادانو او محصلینو تر منځ آنلاين درسي اړيکو او نورو چارو د ترسره کېدو لهپاره جوړ شوی دی.
د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل: "د هېواد پوهنتونونو دا هڅه چې ځان د سيمې او نړۍ له اکاډميکو مرکزونو سره سيال کړي يوازې د باکيفيتې زده کړې په پايله کې شونې ده نو دا سيستم دې کار ته لار اواروي." نوموړي په دې برخه کې د استادانو او اړوندو اداري کارکوونکو په همکارۍ ټينګار وکړ.
په پای کې د(HEMIS) سيستم په اړه د معلوماتي ټيکنالوژۍ عمومي مدير له لوري چمتو شوی پرېزنټېشن وړاندې شو.