LatestShow all
د لوړ زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا له غړو او د څانګو له امرینو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل.
په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا غړو د لویې جرګې خیمه کې د غونډو پر مهال د محصلینو د رخصتېدو، په یاد پوهنتون کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د تېر شوي سړک او ملي تدارکاتو. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، پوهنځيو رئیسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. نوموړي د هغوی فعالیتونه. . .
د کابل پوهنتون ۴۱ اداري خالي بستونو لپاره له ۱۴۵۱ داوطلبانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت ازموینو کمېټې او د دغه وزارت مالي او اداري معین له لوري په کابل پوهنتون کې د یاد پوهنتون اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په پرانیسته کې د. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه جامعې د دوره حدیث او حافظانو د ۲۹مې دورې دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم یادو فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او په اسلامي ټولنه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې. . .
د کابل پوهنتون له ۷۰ څانګو څخه ۲۵۰۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
د لویې جرګې په خیمه کې په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د اسلامي امارت د کابینې غړو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی د. . .
د هېواد تحصیلي بنسټونو د ښوونې او رزونې پوهنځیو د ژبو او ادبیاتو څانګو د بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.
د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ژبه د علومو، ثقافتونو، افکارو او کلتورونو د تړاو او تعامل تر ټولو غوره وسیله وبلله او ویې ویل چې د ژبې. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د وزارت د مرکزي ادارو او دویمي واحدونو (پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو) د ۱۴۰۳هـ.ش کال تشکيلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې ناسته وشوه.
د ناستې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب د دغه وزارت تشکيلاتي جوړښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې موږ پر داسې یوه تشکیل کار کوو، چې د هېواد. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د ځمکې د ټاکلو او تثبیت په موخه غربي نورستان ته سفر وکړ.
د دغه سفر پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداءمحمد ندیم په داسې حال کې چې د لغمان والي یې ملتیا کوله، د نورستان ولایت د نورګرام ولسوال، د علماوو شورا له رئیس او غړو. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لغمان ولایت ته سفر وکړ او د سفر پر مهال یې څه باندې ۵ میلیون افغانیو په لګښت د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی راډیو افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی مسؤلینو په وینا؛ دغه راډیو د محصلینو د عملي کارونو په موخه جوړه شوه، چې له هغوی سره به په عملي چارو کې ډېره مرسته وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .