د کابل پوهنتون علمي کادري بستونه

Publish Date
Closing Date
Location
کابل
کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ لمريز کال له پاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلانوي او د یاد بست له پاره د ماسټر اویا دوکتورا په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
- ژبو او ادبیاتو پوهنځی
فرانسوي څانګه (۱) بست لومړی ځل
داوطلبان کولای شي د ۱۳۹۹لمريز کال د سلواغې (دلوې) له دويمې نېټې د ۱۳۹۹لمريز کال د سلواغې (دلوې) تر ۲۲ مې نېټې پورې یاد بست ته د علمي کادر د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصلي ټرانسکرېپټ او د وزارت له وېبپاڼې څخه د همدې خبرتیا کاپي، د خپلې تابعیت له تذکرې کاپي سره یو ځای، اړوند پوهنتون ته وسپاري.