د ۱۴۰۰ کال لپاره د وزارت مرکزي شعبو ته د پرنټرونو او د فوټوکاپي ماشینونو د (۴۰) قلمه رنګ د پروژې ترتیب او تدارک

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره: MOHE/GOV-O/1400/NCB/G-022/ Re-Bid

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۰ کال لپاره د وزارت مرکزي شعبو ته د پرنټرونو او د فوټوکاپي ماشینونو (۴۰) قلمه رنګ د پروژې ترتیب او تدارک په پروژه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړاندې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:

 www.npa.gov.af، www.ageops.net  وېبسایټ او یا د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه کړي او د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د غویي ۲یمه د سهار تر ۱۰ بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۲یمه، د دوشنبې په ورځ د سهار ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې ترسره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.

د آفر د ضمانت بیه (۴۱۷،۰۰۰) څلور سوه او اوولس زره افغانۍ ده چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوند پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او تر داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۲۳مه د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.

 د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۲:۴
Background image

د کابل پوهنتون تدارکاتي اعلان

P_ 01  ګڼې فورم

د ۱۴۰۰مالي کال لپاره د کابل پوهنتون (ودانیو، پلو لارو او شنې ساحې) د ودانیو ساتنې پروژې ۲۹ قلمه احجام.

د لوړو زده کړو وزارت، کابل پوهنتون ریاست ټولو د شرایطو وړ . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۴:۴۴ کابل
Background image

د کابل طبي علومو «ابو علي این سینا» پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

 موضوع: د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د (۷۹) قلمه قرطاسیه او اړتیا وړ تنظیفاتي توکو د تړون خبرتیا د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۹:۱۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د پروژې سرلیک: د کابل طبي علومو پوهنتون د تدریسي روغتنونونو د ۷ قلمه طبي اړتیا وړ تجهیزاتو د پروژې ترتیب او تدارک

د داوطلبي شمېره:  NPA/MOHE/1400/G-2935/NCB

د ملي تدارکاتو اداره {NPA} . . .

Back to tenders