د لوړو زده‌کړو وزارت مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت بیاکتنې کمیټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۴:۲۳
ل

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښټ څخه بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه نن د همدې وزارت مالي او اداري معین نوراحمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه او په مطرح شویو موضوعاتو بحث او تبادل نظر وشو.

د اجنډا له مخې په غونډه کې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو مسوولانو د خپلو اړوندو ریاستونو تشکیلاتي جوړښت د پرزنټېشن له لارې وړاندې کړ، د یادو ریاستونو تشکیلاتي جوړښت د اغېزناکتیا او پیاوړتیا لپاره تخنیکي نظرونه او وړاندیزونه وړاندې شول.

په یاده غونډه کې د اکاډمیکې څارنې او ارزونې، کورني تفتیش او د خصوصي او دولتي زدکړیالانو ریاستونو پر تشکیلاتي جوړښټ بحث وشو.

مالي او اداري معین نور احمد درویش په وینا د وزارت مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت څخه د بیا کتنې موخه د هېواد د لوړو زده کړو له نظام سره سم او معیاري سیستم رامنځته کول دي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښت څخه د بیا کتنې پروسې ته د چټکتیا په ورکولو ټينګار تر څنګ د کمېټې له غړو وغوښتل چې په پوره غور او د هېواد شته اسانتیاوو ته په کتو سره یې نهايي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۹:۲۹
Background image

د غزني پوهنتون او د افغانستان ۹ دولتي پوهنتونونو او موسسو تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک

د علمي او اکاډمیکو اړیکو د پراخوالي او لاپياوړتیا په موخه د هېواد د لسو دولتي پوهنتونونو او موسسو تر منځ د غزني پوهنتون ریاست او د نورو نهو پوهنتونونو او موسسو د مشرانو لخوا د همکاریو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۴:۲۳
Background image

د لوړو زده‌کړو وزارت مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت بیاکتنې کمیټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښټ څخه بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه نن د همدې وزارت مالي او اداري معین نوراحمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه او په مطرح شویو موضوعاتو بحث او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۴:۴
Background image

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته جوړه شوه

د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو، پوهنې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزې طرحې د پلي کولو په موخه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته نن جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS