د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونه
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د۱۴۰۰ کال لپاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلانوي او د یاد بست لپاره د دوکتورا او یا ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
۱ – د طبیعي علومو پوهنځی
د چاپېریال ساتنې څانګه (۱) بست درېیم ځل
داوطلبان کولای شي چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې تر (۱۰مې) پورې یاد بست ته د علمي کادر لپاره د نوملیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نومرو اصل ټرانسکرېپټ او دغه خبرتیا دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره دې اړوند پوهنتون ته وسپاري.