د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو لوی ریاست له لوري د تخصصاتو ۵پروګرامونو ته د لار موندنې په موخه، د شرعیاتو پوهنځی له ۲۷۰ تنو فارغانو څخه تحریري او متفرقه ازموینه واخیستل شوه.
30/10/1443
10/3/1401
د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو لوی ریاست له لوري د تخصصاتو ۵پروګرامونو ته د لار موندنې په موخه، د شرعیاتو پوهنځی له ۲۷۰تنو فارغانو څخه تحریري او متفرقه ازموینه واخیستل شوه.
د تخصصاتو دغه څانګې عبارت دي له تفسیر او قراني علومو، حدیث او د احادیثو علوم، افتاء او قضاء، دعوت او ارشاد، اقتصاد او اسلامي بانګداري (فقه المعاملات)، چې عمومي ازموینه یې مخکې له ۴۵۰ داوطلبانو څخه اخیستل شوې وه.
د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د ازموینې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې نوموړې ازموینه په دوو پړاوونو؛ تحریري او تقریري کې اخیستل کېږي او هغه داوطلبان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شي، تقریري ازموینې ته لار مومي.