د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د علامه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
۱۴۴۳/۱۱/۱۸
۱۴۰۱/۳/۲۸
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د علامه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د تحصیلي نظام پر پیاوړتیا، د هېواد په پرمختګ کې د تحصیل پر اهمیت او ورته نورو مهمو موضوعاتو د قرانکریم او نبوي احادیثو پر بنیاد معلومات وړاندې کړل.
دغه راز ښاغلي شیخ وحدت د یاد پوهنتون له مسؤلینو وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د پلانونو او پالیسیو د عملي کولو په برخه کې همکاري کړي.