د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۱:۱۶
seen

Closing Date

د کابل پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا،  ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د بهرنیو ژبو اوادبیاتو پوهنځی:    
   ترکي ډیپارټمنټ  (۱) بست نارینه.
   چینایي ډیپارټمنټ (۱) بست ښځینه.
   اسپانیوي ډیپارټمنټ (۲) بست (۱) نارینه  او (۱) ښځینه.
   فرانسوي ډیپارټمنټ (۲) بسته ښځینه.
   آلماني ډیپارټمنټ     (۱) بست ښځینه.
   عربي ډیپارټمنټ (۱) بست ښځینه (د دوکتورا،  ماسټرۍ).
   انګلیسي ډیپارټمنټ (۷) بسته (۴) نارینه او (۳) ښځینه (د دوکتورا او ماسټرۍ).
   روسي ډیپارټمنټ (۱) بست ښځینه (د دوکتورا او ماسټرۍ).
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴۴۴/۱/۸ هـ ق څخه تر۱۴۴۴/۱/۳۰هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements