د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې ادارو له ټولو کار کوونکو او مسؤلینو څخه د دغه وزارت سرپرست وزیر د مننې پیغام!
څو ورځې وړاندې ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې د دولتي ادارو او رسنیو د تقدیر په مراسمو کې، چې د ا.ا.ا لوړ پوړو مسؤلینو، بهرینو سفیرانو او ډیپلوماتانو هم حضور درلود، په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د ا.ا.ا د ریاست الوزراء له لوري وستایل شو.
ښاغلی حقاني دغه ستر ویاړ د لوړو زده کړو وزارت د ټولو هغو کارکوونکو د زحمت او همت پایله بولي، چې په تېر یوه کال کې یې ترسره کړي دي.
سرپرست وزیر په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د ټولو ادارو له کارکوونکو او مسؤلینو مننه کوي او د دې ستر ویاړ مبارکي ورته وایې، چې په سختو شرایطو کې یې افغان ولس ته په ریښتیني ډول خدمات وړاندې کړي دي.
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني همداراز له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې نن سبا تر تېر کال زیات امکانات په لاس کې لرو؛ نو په کار ده چې د تېر څخه زیات کار او همت وکړو او افغان اولس ته تر پخوا لا زیات د خدمت جوګه شوو.
په وروستیو کې تاسو ټولو ته د الله تعالی له دربار څخه د ټولو زحمتونو او ستړیاوو د اجر غوښتنه کوم الله تعالی مو په خپلو ټولو چارو کې کامیاب او سرلوړي لره.
د یوه اباد، سرلوړي، په تحصیل سنبال او خودکفاء افغانستان په هیله.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني