د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان

Closing Date
د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون د (بیا ځل)په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا،ماستراویا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د انجنیري پوهنځی:
د برښنا(برق) ډیپارتمنت (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۳/۱۴۴۴ الی ۳۰/۳/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.