د امارتي (تحصیلي بنسټونو) پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت (۱۴۴۴/۶/۴) هـ ق نېټې رهبري شورا پرېکړې په اساس د هېواد په ټولو امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې د محصلینو تبدیلي وځنډول شوه.
د امارتي تحصیلي بنسټونو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د یادې پرېکړې په اساس د محصلینو تبدیلي نه ترسره کېږي.