د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ د دغه وزارت د درېیم ستراتیژیک پلان د مسودې د بیاکتنې ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې چې د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یادې پروسې د کار پر چټکتیا د ټینګار تر څنګ، د ستراتیژیک پلان پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو د ستراتیژیک پلان تدوین یوه مهمه موضوع ده او ځانګړی ارزښت لري. دغه راز زیاته یې کړه چې د تحصیلي نظام اړتیاوې، ملي او دیني ارزښتونه په ستراتیژیک پلان کې په پام کې نیول شوي او د لوړو زده کړو موخې او اساسي پروګرامونه پکې ټاکل کېږي.
وروسته د ناستې غړو د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتیژیک پلان، چې د دغه وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري ترتیب شوی، پر تخنیکي برخو بحث وکړ او د غني کولو لپاره یې خپل علمي وړاندیزونه وړاندې کړل.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د ستراتیژیک پلان د غني کولو لپاره دې په نورو ناسته کې لا زیات کار وشي.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت درېیم ستراتیژیک پلان د پنځو کلونو لپاره دی، چې له تدوین وروسته، د ۱۴۰۲هـ.ق کال له پیل څخه د پلي کولو وړ دی.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۶/۲۹هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۲هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۲۲م