په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا درې ورځنی ملي کنفرانس د ستاینلیکونو او تندیسونو په وېشلو سره پای ته ورسېد
د یاد کنفرانس په پایغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ډاډ ورکړ چې په دغه کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې به له اړوندو ادارو او وزارتونو سره شریکوي او د هېواد د اقتصادي پرمختیا په برخه کې به عملي ګټه ترې اخیستل کېږي.
نوموړي په لوړه کچه د کابینې د وزیرانو ګډون، د مقالو په برخه کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو ونډه اخیستل او په پراخ ډول د محصلینو حضور د دې کنفرانس ځانګړنې وبللې.
علمي معین دغه راز وویل چې دا ډول کنفرانسونه د هېوادوالو او په ځانګړي ډول علمي کادرونو د یووالي ښکاره بېلګې دي، چې د هېواد مختلفو څنډو څخه استادان راټول او له یو بل سره د افغانستان پر مهمو مسایلو خپل نظرونه شریکوي.
دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه د دا ډول کنفرانسونو د جوړولو خبر ورکړ او ویې ویل: «دا د افغانستان اقتصادي پرمختیا لومړنی ملي کنفرانس و، چې لړۍ به یې په پکتیا پوهنتون کې دوامداره وي او په نورو پوهنتونونو کې به هم ملي او نړیوال کنفرانسونه جوړ شي.»
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد کنفرانس له تنظیموونکو په ځانګړي ډول د دغه وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس، د پکتیا پوهنتون مشرتابه پلاوي، ګډونوالو استادانو او د خدماتي مسؤلینو څخه مننه وکړه. همدا راز ویې ویل هغه استادان چې له ترفیع پرته په نړیوالو ژورنالونو کې خپلې مقالې خپروي، لوړو زده کړو وزارت یې لګښت پر غاړه اخلي.
همدارنګه د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د لوړو زده کړو وزارت، ولایتي ادارې، د هېواد مختلفو پوهنتونونو راغلو استادانو څخه مننه وکړه او هیله یې وکړه چې په تېرو دریو ورځو کې به د مېلمنو ښه خدمت شوی وي.
د یادولو وړ ده چې د دغه کنفرانس په درېیمه ورځ هم د استادانو له لوري خپلې علمي مقالې وړاندې شوې او د کنفرانس استادانو او مسؤلینو ته د ستاینلیکونو او تندیسونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.