NewsAll staff vacancy
د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Body
کابل پوهنتون د دویم او درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
• انګلیسي ډیپارټمنټ (۸) بسته. درېيم ځل (د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس لپاره).
• اسپانوي ډيپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل ( د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس لپاره).
• آلماني ډيپارټمنټ (۲) بسته. دویم ځل ( دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس لپاره).
• ترکي ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل (د دوکتورا او ماسترۍ لپاره).
داوطلبان کولای شي، چې د ۳۰/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۰/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
Latest announcements
د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینو د پایلو اعلان په اړه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست خبرتیا!
په پام کې ده چې نن د روان کال، د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه، د لوړو زده کړو وزارت د عالیې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموینو پایلې، چې د ۸/۷/۱۴۴۵هـ ق، نېټه اخیستل شوې وې، اعلان کړي.
نو ټولو . . .