د اندونيزيا هېواد president خصوصي پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د اندونيزيا هېواد president پوهنتون په لاندې ډول د لېسانس او ماسټرۍ په کچه په بېلابېلو تحصیلي برخو کې د ۳۰ بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:
ـ ۱۵ بورسونه چې ۵ يې د لېسانس او ۱۰ یې د ماسټرۍ په کچه دي، د پوهنتون فیس وړیا دی او نور لګښت د زدکړیال په غاړه دی.
ـ ۱۵ نور بورسونه چې ۷۵ سلنه تخفيف لري، د یاد پوهنتون یوازې د درس فیس ۷۵٪ وړیا دی او نور لګښتونه لکه شپېځای، خواړه، د تګ راتګ ټکټ، ټرانسپورټ او روغتیایي بیمه د زدکړیال په غاړه دي.
د اړتیا وړ سندونه:
۱. د تحصیلي سندونو( ټرانسکرېپټ او ډیپلوم) اصل چې د نوماند د نمرو سلنه د ماسټرۍ دورې لپاره د ۶۵ سلنې څخه لوړه وي.
۲. د ثانوي دورې د تعلیمي سندونو اصل چې د نوماند د نمرو سلنه د لېسانس دورې لپاره د ۷۰ سلنې څخه لوړه وي.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جولای ۱۵مې نېټې څخه مخکې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ میاشتې د ۲۴مې نېټې سره سمون لري، د لازمو فورمونو د لاسته راوړلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱ شمېرې غرفې ته ورشي او په ورته وخت کې د بورس نوماندان کولای شي په https://admission.president.ac.id ویب پاڼه کې په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړي.