د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د اذربایجان د بورسونو خبرتیا
Due
-
په اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان ج.ا. دایمي استازولۍ (نمایندګۍ) په جينیو کې د اذربایجان جموري دولت د دایمي استازولۍ (نمایندګۍ) د یوې يادونې په ترڅ کې د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو له پاره د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) غړو هېوادونو ته (د تيارۍ دورو کورسونو، لیسانس، ماسټرۍ، دوکتورا، عمومي طب او (Residency Programme په بېلابېلو څانګو کې د طب په ګډون د ۲۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.
د بورس امتیازات:
بورسونه بشپړ دي او لاندې ګټې (امتیازات) لري:
• د تحصیلي دورې فیس ورکول.
• په کال کې يو ځل د الوتکې د ټکټ لګښت ورکول.
• ۸۰۰ آذري (د پیسو واحد) پیسو میاشتنی مدد معاش.
• لیلیه/ خواړه/ قرطاسیه.
• روغتیایي بیمه.
• د ویزې او نوم لیکنې لګښت.
د بورس شرایط:
• د لیسانس او عمومي طب په برخه کې د نوماند سن باید له ۲۵ کلونو کم نه وي.
• د ماسټرۍ او Residency Programmes له پاره د نوماند سن باید له ۳۰ کلونو کم وي.
• د دوکتوار له پاره د نوماند سن باید له ۴۰ کلونو کم نه وی.
• د لیسانس دورې له پاره د نومرو سلنه له ۷۰ کمه نه وي.
• د ماسټرۍ او دوکتورا دورې له پاره دنومرو سلنه باید له ۶۵ کمه نه وي.
د اړتیا وړ سندونه:
• د بورس د اپلیکیشن فورم بشپړول.
• د ښوونځي شهادتنامه او د ښوونځي د دریو وروستیو کلونو نومرو کاپي (د لیسانس دورې له پاره)
• د ډیپلوم او د نومرو د ټرانسکریپټ کاپي (د ماسټرۍ دورې له پاره)
• د پاسپورټ کاپي.
• د غوښتونکي د ۶ وروستیو میاشتو عکس ( 3*4 سایز کې)
• د روغتیایي معایناتو بشپړولو فورم (ایډز، هپيتایت B و C)
• د سوانحو خلص (CV)
• Motivation Letter
• د انګرېزي ژبې سند د هغو څانګو له پاره چې په انګرېزي ژبه وړاندې شوي دي.
• د لیسانس له پاره (IELTS 5, TOEFL 40) او د نورو برخو له پاره (ELTS 5.5, TOEFL 50)
د یادو بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبروري ۲۸مه ده.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره د اذربایجان جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت وېبپانې https://mfa.gon.az/en/cotent/399/scholarship او معلوماتي کڅوړې ته چې له دې خبرتیا سره يو ځای شوې ده، مراجعه وشي.
ارتباطي شخص: Nigar Rahimli - scholars@mfa.gov.az
نو په شرایطو برابرو مینه والو ته خبر ورکول کېږي که په یادو بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي د نوم لیکنې له پاره له خپلو اصلي تحصیلي سندونو سره د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱مې شمېرې غرفې ته مراجعه وکړئ او د سندونو له بشپړولو وروسته د ۱۳۹۹لمريز کال د کب (حوت) میاشتې ۵مې نېټې پورې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورې میاشتې له ۲۳ مې نېټې سره سمون لري، بېرته وسپارئ.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: