د لیسانس په کچه د بنګله دېش هېواد د بورسونو خبرتیا
Due
-
د اسلامي همکاریو سازمان OIC د ۲۰۲۰ او -۲۰۲۱ تعلیمي کلونو لپاره د لیسانس لپاره په بېلابېلو برخو کې د نیمه شخصي لګښت د بورسونو خبر ورکړی دی، چې یاد بورسونه په ازاده توګه پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.
د بورسونو په اړه شرایط او اړین اسناد:
ـ د غوښتونکو د دریو وروستیو کلو د ښوونځي نومرې باید لږ تر لږه ۷۰ سلنه وي.
- په انګلیسي ژبه تسلط ولري.
- برښنايي پاسپورت ولري.
- د لومړي سمستر پیل د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې پیشبینی شوی دی.
- د کرونا ویروس د تداوم په صورت کې درسونه په آنلاین توګه له لیرې واټن څخه دوام مومي.
- نور معلومات د دې خبرتیا ضم په نورو پانو کې دي.
هغه غوښتونکي چې د پورته بورسونو لپاره د نوملیکنې لېوالتیا لري کولای شي د تعلیمي اسنادو شهادتنامې او تابعیت تذکرې سره یوځای د ۵/ ۱۰ /۱۳۹۹ نیټې څخه مخکې چې د ۲۰۲۰ لیږدیز کال د ډیسمبر له ۲۵ نیټې سره سمون خوري د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ لمبر غرفې ته د عمومي پذیرش په څانګه کې د اسنادو د تسلیمۍ لپاره مراجعه وکړي.