د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندویزیا هېواد د بورسونو خبرتیا
Due
-
د اندونیزیا هېواد ملنګ دولتي پوهنتون د 1.4.33/UN32.33/KS/2021 ګڼې ۲۰۲۱/۴/۱ نېټې یادښت کې د افغان ځوانانو د تشویق په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د بورسونو خبر ورکړی دی.
د بورسونو شرایط:
• د لېسانس دورې لپاره د درې کلنو نمرو سلنه باید ۷۰ او د فوق لېسانس لپاره ۶۵سلنه اړینه ده.
• د پاسپورټ کاپي چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي؛
• په انګرېزي ژبه ژباړل شوي اسناد؛
• تعلیمي اسناد (شهادتنامه او درې کلنې نمرې) تحصیلي اسناد (ډيپلوم او د نمرو ټرانسکرېپټ) د رسمي مراجعو (لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت) له لوري تایید شوي وي او د افغانستان وي، نه د اندونیزیا نه وي.
• د لېسانس دورې لپاره د نوماند عمر باید له ۲۵، د ماسټري لپاره له ۳۵ او د دوکتورا لپاره له ۴۰ کلونو کم وي؛
• د لېسانس دورې لپاره له دولسم ټولګي فارغ وي، د ماسټري لپاره لېسانس اود دوکتورا لپاره له ماسټري فارغ وي؛
• د پوهنتون د فیس لګښت، د ژبې د زده کړې فیس، د اوسېدو ځای، روغتیایي بیمه، د طیارې ټیکس او د پوهنتون داخله وړیا ده او همدارنګه (۱،۵۰۰۰۰۰) یو میلیون او پینځه سوه زره اندونیزیايي روپي زدکړیال ته د میاشتني لګښت په توګه ورکول کېږي؛
• نوملیکنه په انلاین توګه تر سره کېږي؛
• د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱کال د اپرېل ۳۰مه ده چې له ټاکلې شوې مودې وروسته نه منل کېږي؛
• د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د oia@um.ac.id برېښنالیک سره په اړیکه کې شئ؛
• د غوښتنې د فورم لېږد او په هغې پورې اړوند اسناد مستقیماً د داوطلب لخوا د لاندې لېنک له لارې لېږل کېږي.
http://knb.kemdikbud.go.id.
• په ورته وخت کې ټینګار کېږي چې د یادو بورسونو نوملیکنه په انلاین توګه کېږي، چې ټول مراحل یې پخپله د داوطلب له لوري تر سره کېږي، د منلو په صورت کې د بورسونو د مرجع له لوري داوطلب ته برېښنالیک استول کېږي.
• ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي که د یادو هېواد بورسونو ته نوملیکنه کوي نو له انلاین نوملیکنې او د بورسونو د مرجع له منلو وروسته دې د خپلو ټولو اسنادو (تعلیمي او تحصیلي) له کاپي او منښتپاڼې سره د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې عمومي غرفي ته وسپاري او همدارنګه نورې فورمې هم له دغې غرفې څخه تر لاسه او بېرته ورته وسپاري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لېنک کیکاږئ: