د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبکستان سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره وویل، ازبیکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې مخلصانه او صادقانه همکاري کوي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپل دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې داخلي او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ یې وړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د ازبکستان له سفیر څخه په بلخ ولایت کې د یوې نوې مدرسې او جومات د جوړېدو له امله، چې د یاد هېواد له خوا جوړېږي، مننه وکړه او د دا ډول همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
ورپسې په کابل کې د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف سرپرست وزیر ته د لوړو زده کړو په ګډون د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د دواړو لوریو ترمنځ په یو شمېر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
د یادولو وړ ده چې د ازبکستان سفیر سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه، چې په یو مناسب فرصت کې د هغه هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړي، چې د سرپرست وزیر لخوا یې هرکلی وشو.