د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې، د جنرل اجنډا (GA) سازمان له استازي سره وکتل.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۳:۵۲
kahdkkjas


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، یاد استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له هغه سره د لیدنې پر مهال د نړۍ او افغانستان د علمي مرکزونو تر منځ د دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو پر اړتیا خبرې وکړې او له یاد استازي څخه یې وغوښتل چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د دوه اړخیزو علمي اړیکو جوړولو او تجروبو شریکولو په برخه کې همکاري وکړي. 
دغه راز د جنرل اجنډا (GA) سازمان استازي کمال اوکاډا وویل چې زموږ سازمان له مختلفو نړیوالو سازمانونو او حکومتونو سره ښې اړیکې لري. نوموړي په یادو برخو کې د همغږۍ رامنځته کولو او له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۷:۲۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینو د پایلو اعلان په  اړه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست خبرتیا!


په پام کې ده چې نن د روان کال، د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه، د لوړو زده کړو وزارت د عالیې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموینو پایلې، چې د ۸/۷/۱۴۴۵هـ ق، نېټه اخیستل شوې وې، اعلان کړي. 
نو ټولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ وشوه.


د ناستې په پیل کې د تېرو غونډو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او ورپسې د غونډې غړو له اجنډا سره سم د تحصیلي بنسټونو د استادانو او د امارتي ادارو د کارمندانو د معاشونو ورکولو په اړه چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۴:۳۸
Background image

د غزني تخنیکي پوهنتون څخه ۱۲۰ تنه انجینران فارغ شول


په دغو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د غزني ولایت مسوولینو، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د محصلانو کورنیو برخه اخیستې وه، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۴:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون ۸۳ تنه محصلین د طب پوهنځي له نظري زده کړو څخه فارغ شول.


د لوړو زده کړو  سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي پوهنتون محصلینو، استادانو او د محصلینو کورنیو ته مبارکي وویله او د طب علم په ارزښت یې د ټینګار کولو ترڅنګ وویل:. . .

BACK TO NEWS