د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو لپاره د (اداري چارو په پرمختګ کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه) تر نامه لاندې جوړ شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
دغه ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري دایر شوی و، موخه یې په اداري چارو کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د سمې استفادې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د اداري کارکوونکو د مهارتونو د کچې لوړول وو.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د مسؤلینو په وینا، په دغه ورکشاپ کې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو (۲۹) اداري کارمندانو ګډون کړی و.