د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د سعودي عربستان د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin

Due

-

د بهرنیو چارو وزارت په خپل (۶۷۸۴) ګڼه لیک کې په ۱۴۰۰/۴/۵ نېټه د ام القری پوهنتون، ام القسیم او ملک عبدالعزیز پوهنتون، د سعودي الکترونیکي پوهنتون، اسلامي پوهنتون، امیره نوره پوهنتون (ښځو ته ځانګړی شوی) د ملک سعود پوهنتون او جده پوهنتون د خپلو وېبپاڼو د فعالېدو خبر ورکړی او د تحصیلي بورسونو مینوال کولای شي د  http://sajjel.me/showg.phpلینک له لارې نوملیکنه وکړي.

د یادولو ده؛ هغه داوطلبان چې د سعودي عربستان په یوه پوهنتون کې یې د نوملیکنې پروسې بشپړې کړي، کولای شي چې د فورمې او نورو اسنادو د تر لاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې عمومي غرفې ته ورشي او فورمې تر ډکولو وروسته بېرته دغې غرفې ته وسپاري.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .