مالي او اداري معینیت

 

د مالي او اداري معينيت فعاليتونه (کړنې) او لاسته راوړنې:

  • د وزارت تشکيل جوړول او ډيزاین کول.
  • د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پلان جوړول او ډيزاین کول.
  • د ظرفيت کچې لوړولو په موخه د ښوونېزو پروګرامونو پلان ډيزاین کول.
  • د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون په همکارۍ د غوره خدمتونو وړاندې کول د ښه والي په موخه د کاري پروسو د ساده کولو تطبیقي پلان طرحه کول.
  • د وزارت ټولنيزو پاڼو، ویب سايټ او د وزارت مجلو، اونيزې او کلنۍ جنترۍ د چاپ له بهیر څخه څارنه، تطبيق او ډیزاین.
  • د وزارت مرکز، دويمي واحدونو او ولایتونو د زیربنايي پروژو له تطبيق څخه دوامداره څارنه کول.
  • د وزارت اړوند کادري روغتونونو او د پوهنتونونو ليليو د غلو دانو قرادادونه کول.
  • د وزارت اړوند اضافي ملکيتونو قراردادونو کول.
  •  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د وزارت مرکز، دويمي واحدونو او ولایتي پوهنتونونو ويب سايټونو او انټرنټ قراردادونه کول.
  •  معينيت لاندې پارتمانونو ويشلو کمېسيون غونډې.
  • د معين صاحب په مشرۍ د پوهنتونونو مالي استقلاليت کمېسيون غونډې.
  •  د عادي او پراختيايي بودېجې د جوړونې او څارنې په موخه مالي کميټه دایرول.
  • معين صاحب په مشرۍ د اختلافاتو او شخړو د حل کمېټې دوامداره غونډې جوړول.
  •  د معين صاحب په مشرۍ د معينيت د همغږۍ اونېزې دوامداره غونډې دایرول.
  • د مرکز او ولایتونو کادري روغتونونو ليليو له مرکزونو څخه په دوامداره توګه څارنه کول.
  • د روغتونونو او پوهنتونونو لپاره د مرستو جلبولو په موخه د سفيرانو او نړيوالو مؤسسو سره ليدنې کول.
  • د اداري کارونو او ليليو بیاکتنې په موخه دوامداره ولایتي سفرونه کول.
  •  ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتيا، پکتيکا، خوست، قندهار، هلمند او هرات ولایتونو د علماء کرامو څخه د ازموينې اخېستلو او شرعياتو پوهنځيو کې يې د جذبولو په موخه یادو ولایتونو ته سفرونه.
  • د روغتونونو ستونزو او د ستونزو حل په اړه د کادري روغتونونو رئيسانو سره غونډې کول.
  • د معين صيب سره د ستونزو شريکولو او حل په اړه د وزارت کارکوونکو، دویمي واحدونو او ولایتونو مراجيعينو دوامداره مراجعه.
  • د وزارت مرکزي، دويمي واحدونو او ولایتي پوهنتونونو له رئیسانو سره د هغوی د ځینو ستونزو په اړه ورځنۍ ناستې، د ریاستونو د کارونو د لا ښه والي لپاره وړاندیزونه او داسې نور.
  • د رسمي اسنادو( پيشنهادونو، مکتبونو، عريضو، د وزارت مرکز، دويمي واحدونو او ولایتونو مالي حوالي او همداراز د یادو مرکزونو اجناسو مديريت حوالو) لاسليکول.
  • په اونۍ کې يو ځل د حنفي صاحب محترم په مشرۍ د دویم اداري معاونيت په غونډه کې ګډون کول.
  • د اسنادو نه درلودونکو مالونو د مراحلو طی کولو څرنګوالي، د نېمروز او هلمند له بهرامچې له لارې د بې کيفيته تيلو واردولو او د ایمرجنسي روغتونو ودانۍ د کار او ټولنېزو چارو وزارت ته د سپارولو په موخه د ریاست الوزاء اداري معاونيت له لوري د معين صاحب محترم مؤظف کول.
  • د پوهنتونونو ليليو لپاره د اعاشوي توکو رسولو په موخه د ارزاقو دولتي شرکت سره هوکړه ليک لاسليک کول.
  • لوړو زده کړو وزارت کې د فارغانو لپاره اسانتیاوو رامنځته کولو او له اندازې زیات د مراجعينو   مخنیوي په موخه د مرکزي او ولایتي پوهنتونونو د فارغانو تحصیلي اسنادو د پروسې په اړه له افغان پوسټ شرکت سره د هوکړه ليک د لاسلیک په اړه لومړنۍ غونډې.
  • د چارو د ادارې  مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د بندونو او هایدرو تخنیکي تاسیساتو د امکاناتو سنجونې، سروې، تفصيلي ډیزاین او بررسۍ پلان جوړولو په کمیسیون کې ګډون.

د مالي او اداري معینیت ما تحت ریاستونو نومونه

  • مالي او حسابي ریاست
  • بشري سرچینو ریاست
  • تدارکاتو ریاست
  • اداري او زیربنا ریاست
  • معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست
  • د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست

 

 

په درنښت

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements