د ننګرهار پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا !
Closing Date
ننګرهار پوهنتون دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
• جرمني دیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۷/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.