د بدخشان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!
Closing Date
بدخشان پوهنتون د اول ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټر په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د اقتصاد پوهنځی؛
* د امور مالي او بانکي دیپارټمنټ (۱) بسته.
• د منجمنټ و اداره تشبثات دیپارټمنټ (۱) بست.
د علوم اجتماعي پوهنځی؛
• د جغرافیه دیپارټمنټ (۱) بست.
د زراعت پوهنځی؛
• د اگرانومی دیپارټمنټ (۱) بست.
• د ځنګلونو او منابع طبيعي دیپارټمنټ (۱) بست.
د انجینري پوهنځی؛
* د سیول دیپارټمنټ (۱) بست.
* د جیولوجي او معادن دیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۶/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر ۲۶/۶/۱۴۰۳ هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.