د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په خپل کاري دفتر کې د غور له والي سره وکتل.
۱۴۴۳/۱۰/۲۸
۱۴۰۱/۳/۸
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په خپل کاري دفتر کې د غور له والي سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د غور والي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، "چې موږ د ټول هېواد، په ځانګړي ډول له مرکز څخه لیرې پرتو ولایتونو لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوو. "
وروسته د غور والي ملا احمد شاه د غور لوړو زده کړو مؤسسې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د توان تر کچې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.