د ملګرو ملتونو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پر سفرونو د بندیزنو په غبرګون کې د کابل څلورو مرکزي پوهنتونونو استادانو اعتراضيه ناسته وکړه

د ملګرو ملتونو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پر سفرونو د بندیزنو په غبرګون کې د کابل څلورو مرکزي پوهنتونونو استادانو اعتراضيه ناسته وکړه. په یاده ناسته کې چې د کابل، کابل طبي، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو مشرتابه او استادانو ګډون کړی و، د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د ناستې پرانیسته وکړه او ویې ویل، چې په تېرو لسو میاشتو کې ملګرو ملتونو له موږ سره د لوړو زده کړو په پرخه کې هېڅ کوم د پام وړ همکاري نده کړې. وروسته د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د لوړو زده کړو وزارت پر مشرتابه د بندیز زیانونه ټول د افغانستان په تحصیلي او اکاډمیکه برخه پورې تړلي وبلل. دغه راز د کابل پوهنتون استاد پوهنیار عبدالله اواب په خپلو خبرو کې وویل، چې نړیوالو همېشه د افغانانو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهندوی سیدالرحمن احساس د لوړو زده کړو وزارت فعالیتونو او د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: «د دې پر ځای چې نړیواله ټولنه د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته تقدیر نامه ورکړي او فعالیتونه یې وستایي، خو له بده مرغه چې دوی برعکس کار وکړ او محدودیت یې پرې ولګاوه.» همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنمل شاه رُخ رؤفي وویل، چې موږ په علمي ډګر کې له نړۍ سره اړیکو، هوکړو او د هغوی تجروبو ته اړتیا لرو، چې دا یوازې او یوازې د سفرونو او دوه اړخیزو اړیکو له لارې ممکن دي. د ناستې په پای کې د یادو پوهنتونونو استازو یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک صادر کړ، چې له ملګرو ملتونو څخه یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پر سفرونو د بندیز لغوه کېدل غوښتي و او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.