د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حامد محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت د همغږۍ ناسته ترسره شوه

یاده غونډه د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه، لومړی مالي او اداري معین د شورا غړو ته قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل، هغه وویل چې قطر هیواد ته د سفر موخه یې په جینوا کنفرانس کې ګډون و
وروسته د شورا غړو د اجنډا سره سم د تحصیلي بنسټونو د ملکیتونو قراردادونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د اړتیا وړ توکو او په نورو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې وکړې.