د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دویم او درېيم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ورزشي علومو او بدني روزنې پوهنځی؛
• ورزشي مدیریت ډیپارټمنټ (۱) بست. دوکتور، ماستر او لېسانس لپاره(درېیم ځل لپاره)
• روزنکي(مربي ګيري) ډیپارټمنټ (۱) بست. دوکتور او ماستر لپاره(دویم ځل لپاره).
د طبیعي علومو پوهنځی؛
• بیولوژي ډیپارټمنټ (۱) بست. دوکتور او ماستر لپاره(دویم ځل لپاره ).
داوطلبان کولای شي، چې د۱۰ /۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۰/۴/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.