د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي ادارو او امارتي تحصیلي بنسټونو رئیسانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۴:۲۲
fgdgdfdgd

په یاده لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اوسمهال افغانستان ازاد او خپلواک دی، یو سوچه اسلامي نظام پکې حاکم دی او موږ په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګونه لرو.»
دغه راز نوموړي په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحي مجلسونو په دایرولو ټينګار وکړ او ویې ویل چې موږ مکلف یو چې محصلین د افغانستان په واقعي تاریخ پوه کړو او د منفي تبلیغاتو پر وړاندې یې اذهان روښانه کړو. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د تحصیلي بنسټونو په رهبرۍ کې مو تکړه او متعهد کسان ګمارلي او باوري یو چې تحصیلي نظام به د پرمختګ پر لوري بوځي. نوموړي د ا.ا.ا له مشرتابه څخه مننه وکړه چې لوړو زده کړو وزارت ته یې ځانګړې پاملرنه کړې، ډېره بودیجه یې ورکړې او د دې برخې د پرمختګ لپاره یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورته کړي دي. 
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه وزارت د شته محصلینو، استادانو، کارکوونکو او عمده لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې د تحصیلي بنسټونو د رئیسانو استازي هم خپلې خبرې وکړې او د رئیس الوزرا سیاسي مرسیتال سپارښتنې او لارښوونې یې په غور سره واورېدې. 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۴:۲۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي ادارو او امارتي تحصیلي بنسټونو رئیسانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

په یاده لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اوسمهال افغانستان ازاد او خپلواک دی، یو سوچه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبکستان سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.


په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره وویل، ازبیکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي تحصیلي بنسټونو رئیسانو ته د رهبرۍ او همغږۍ اړوند یو ورځنی سمینار دایر شو.


په دغه سمینار کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالمالک نیازي د رهبري او مدیریت، د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک د بودیجوي کودونو. . .

BACK TO NEWS