په بنګدېش هېواد کې د (OIC) ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو خبرتیا
Due
-
په بنګلدېش هېواد کې د افغانستان د جمهوري اسلامي هېواد سفارت د اسلامي تکنالوژي پوهنتون او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) بورسونه، د ۲۰۲۰ - ۲۰۲۱م کال له پاره د ماسټرۍ او لېسانس په برخه کې په نيمه وړيا ډول خبر ورکړی دی.
د بورسيې شرطونه:
• د ليسانس او يا ماسټرۍ دورې نومرې يې له ۶۵ سلنه کمې نه وي.
• برېښنايي پاسپورټ ولري. • په انګرېزي ژبه تسلط ولري.
• د لومړي سمستر د پيل وړاندوېينه د ۲۰۲۱م کال د فبروري مياشتې په وروستيو کې شوې ده.
• د کرونا ويروس د پرلپسې والي په صورت کې به درسونه په انلاين ډول غير حضوري ورکول کېږي.
• نور شرطونه د دې پاڼې په راتلونکو مل پاڼو کې ولولئ. سربېره پردې يادونه کېږي چې د اسلامي تکنالوژي پوهنتون هر هغه هېواد ته چې د (OIC) غړی وي هر کال له ۴ تر ۵ پورې د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې نيمه وړيا تحصيلي بورسونه په لاندې برخو کې ورکوي.
تخنيکي او تکنالوژي انجنيري، په تخنيکي علومو کې عالي ديپلوم او تخنيکي زده کړې. د یادولو وړ ده چې که د ځينو هېوادونو محصلين په يادو بورسيو کې ګډون ونکړي، دوی يې د بورسيو برخه په نورو هېوادونو وېشي. نو له درنو هغو غوښتونکو په درنښت هيله کوو چې د دې بورسيو علاقه لري، کولای شي د نوم ليکنې له پاره د خپلو اسنادو له اصلي فورم او تابعيت له تذکرې سره يو ځای له ۱۳۹۹/۱۰/۵ څخه چې له ۲۰۲۰/۱۲/۲۵ سره سمون لري، نېټې څخه مخکې د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې غرفې ته تشریف راوړئ.