د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیا والي سره د پکتیا په پوهنتون کې د رغنیزو پروژو پیلولو په موخه د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د پکتیا والي محمد خان دعوت سره د پکتیا ولایت مقام کې د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د دولتي پوهنتون د پرمختګ لپاره د ځینو رغنیزو پروژو په اړه خبرې وکړې.
سرپرست وزیر د پکتیا والي څخه پوهنتون ته په خپله برخه کې د پوره پاملرنې غوښتنه وکړه او همدا راز د دواړو لوریو ترمنځ د یاد پوهنتون پرمختګ لپاره د ځینو مهمو طرحو په عملي کولو د نظر تبادله وشوه.